سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeداسې هم شتهساینسله شمسۍ نظام دباندې سیارو د عکس لپاره قوي کمره جوړه شوه

له شمسۍ نظام دباندې سیارو د عکس لپاره قوي کمره جوړه شوه

تاند- څېړونکو یوه ډېره قوي کمره جوړه کړې چې له شمسي نظامه دباندې د سیارو عکس اخیستلی شي.

ستورپېژاندو تراوسه له شمسي منظومې دباندې ۳۷۰۰ سیارې کشف کړي او د ۴۵۰۰ نورو په اړه څېړنې کوي، خو د هغو په عکس اخیستلو کې ستونزې لري.

نوې کمره ډارکنیس (DARKNESS) نومېږي او ویل کېږي چې دا یوه د نړۍ تر ټولو قوي او پرمختللې کمره ده.

دا کمره د سیارو او ستورو منعکس کېدونکې رڼا، چې د عکس اخیستو خنډ کېږي، فلټر کوي.

د فلټر کېدو په صورت کې ساینسپوهانو ته معلومېږي چې په سیاره کې څه شته.

تراوسه له شمسي نظامه دباندې اکثره سیارې د ترانزیت په نوم له طریقې څخه په استفادې پېژندل شوي دي.

په دې طریقه کې د ستورو د رڼا کموالی د دې ښکارندوی بلل کېږي چې سیاره ده. البته یوازې دا نه ده بلکې ځینې نور میتودونه هم شته چې سیاره ورباندې يېژندل کېږي.

له دې سره سره د ستورو تېزه رڼا د سیارو د لیدو مخه نیولی شي. خو نوې کمره داسې جوړه شوې چې حتي د وړانګو په لوړ کنټراست کې عکس اخیستلی شي.

دوی به په دې توګه د زیاتو رڼو یا ځلېدونکو ستورو ترڅنګ کوچنۍ سیارې هم لیدلی شي.

ډارکنیس (DARKNESS) کمره ۱۰ زره پیکسله لري. د هېل (Hale) ۲۰ اینچه ټیلسکوپ لپاره ډارکنیس کمره د پالومار په ترویتون کې ډیزاین شوې او ستورپېژاندي وايي چې په راتلونکو وختونو کې به له دې کمرې څخه په نورو ټیلسکوپونو کې هم کار واخیستل شي.

موږ او تاسو په ساده کمرو د ستورو عکسونه څنګه واخلو چې ښه او راڼه ښکاره شي؟ لاندې ویدیو وګورئ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب