جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهساینسد جعلي پیسو پېژندونکی لینز جوړ شو

د جعلي پیسو پېژندونکی لینز جوړ شو

تاند- ساینسپوهانو د سترګو داسې لینز جوړ کړي دي چې لیزر وړانګې خپرولی شي او د جعلي بانکنوټونو په پېژندلو کې ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

د پي اي ساینس د راپور له مخې، دا لینز خورا نری او ظریف جوړ شوی چې پنډوالی یې ۲۰۰ نانو متره دی.

دا لینز، چې د امریکا د فلوریدا د اندروز پوهنتون څېړونکو جوړ کړی، تر ۵۰ سانتي متره پورې لیزر وړانګه شیندلی یا خپرولی شي.

د جوړوونکو په وینا دا لینز نه یوازې د جعلي پیسو بلکې نورو جعلي اسنادو د پېژندلو لپاره هم کارول کېدای شي.

له بلې خوا دوی وايي چې دا لینز د سترګو لپاره تاوان نه پېښوي او زیات نرم دی.

دوی دا لینز د غوا په سترګو کې ازمویلی او لیدلي یې دي چې لینز زرغونه وړانګه خپره کړه.

او دلته د پیسو یا بانکنوټ چاپولو ماشین وګورئ؛

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...