شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهد تورخم دروازه به نن پرانیستل شي

د تورخم دروازه به نن پرانیستل شي

تاند(سې‌شنبه د کب ـ حوت ۲۹مه) ځایي سرچینې وایي د تورخم دروازه به احتمالاً نن پرانستل شي. پرون دوشنبې د دې لارې د پرانیستلو هوکړه وشوه خو د ورځې تر پای ته رسیدو پورې خلاصه نه شوه.

دا دروازه له کابو یوې میاشتې راهیسي بنده ده. تر اوسه د دواړو خواوو د قومي مشرانو او سوداګرو استازو د دې لارې د پرانیستلو لپاره څو جرګې کړي دي. او

پرون پاکستاني سوداګرو هوکړه وکړه چې، تورخم به د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانېستل شي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ولایتې ادارې ویاند قاضي ملا عادل  رسنیو ته په استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې د دواړو لوریو د مسوولانو د هوکړې له مخې نن  مازديګر څلور بجې تورخم دروازه د سوداګرۍ او بېړنيو ناروغانو پرمخ پرانیستل کيږي.

ده په عین حال کې ویلي چې د راتلونکې جمعې په ورځ یادبه دا دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره به بشپړ ډول خلاصه شي.

افغان او پاکستاني سوداګر وايي چې په تیرو ۲۵ ورځو کې چې دا لار بنده شوې، سوداګرو ۲۵ میلیون ډالره تاوان کړی دی.

پاکستان دا لار په دې پلمه بنده کړې چې د طالبانو حکومت د افغانستان په خوا کې پوځي تاسیسات جوړوي. دا په داسی حال کې ده چې پاکستان په یو اړخیز ډول خپلې خوا ته بې شمېره پوستې، او پوځي تاسیسات جوړ کړي او همداراز یې دېوال جوړ کړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو ولایتي چارواکو د پاکستان دا غوښتنه چې افغانان دې په خپله خاوره کې پوستې نه جوړوي، د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بللې او ټینګار یې کړی، چې هېڅکله به یې ونه مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...