Homeخبرونهد تورخم دروازه نن ماسپښین پرانیستل کېږي

د تورخم دروازه نن ماسپښین پرانیستل کېږي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۹مه】ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي ویلي، چې د تورخم دروزاه به نن ماسپښین د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شي.

د تورخم پرانېستل کېدو په تړاو پاکستاني لوري د طالبانو له کمیسار عبدالجبار حکمت سره خبرې کړې دي.

تراوسه د دواړو لورو ترمنځ د منل شویو شرایطو په تړاو څه نه دي ویل شوي خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت ادعا کړې وه چې، پاکستان ترې غواړي د فرضي کرښې دې غاړې نظامي تاسیسات جوړ نه کړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې طالبان غواړي د تورخم بازار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې ته انتقال کړي.

رسمي سرچینو د بازار د انتقال په اړه لا څه نه دي ویلي.

تورخم له کابو یوې میاشتې راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر مخ پاکستاني لوري تړلې ده.

د دې لارې د تړل کېدو له امله سوداګرو ته ملیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...