شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکندهار، روان کال بهرنیو هېوادونو ته څه باندې ۴۲۱ زره ټنه صادرات...

کندهار، روان کال بهرنیو هېوادونو ته څه باندې ۴۲۱ زره ټنه صادرات کړي

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۹مه】‏د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، سږ کال له دغه ولایته بهرنیو هېوادونو ته ۴۲۱ زره ټنه صادرات شوي دي.

مسوولان زیاتوي چې د یادې اندازې ارزښت ټول ۴۴۷ملیونه ډالر کېږي.

د سرچینې په وینا په یاده اندازه صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا زیاتوي چې، دا صادرات په تېرو ۱۱ میاشتو کې له کندهاره پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته شوي دي.

د شویو صادراتو ټولیز ارزښت ۴۴۷ ملیون او ۱۶۳ زره امريکایي ډالره ښودل شوې چې په بدل کې ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه صادرات شوي دي.

د کندهار د اقلیم او حاصلخېزې خاورې له امله، وچې میوې یو ځانګړی طبیعي خوند لري.

د کندهار وچه میوه د خپل لوړ کیفیت، خوند، او طبیعي تولید له امله نه یوازې په افغانستان کې، بلکې نړیوال شهرت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...