تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۹مه】د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلفوني خبرو کې د اوکراین پر زېربناوو د بریدونو په درولو هوکړه کړې، خو پوتین امریکا ته د ۳۰ ورځني اوربند د ټینګېدو په اړه هیڅ ډول ژمنه نه ده ورکړې.
د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې، ټرمپ په تروت سوشل ټولنیزې شبکې دغه خبرې ښې او رغوونکې بللې دي.
ټرمپ دغه راز ټینګار کړی چې ، دواړو لورو د اوکراین پر برېښنایي تاسیساتو د بریدونو په درولو هوکړه کړې.
په ورته حال د روسیې ولسمشر پوتین، ټرمپ ته ویلي، د اوکراین جګړې حل او فصل له کییف څخه د غرب پوځي او استخباراتي ملاتړ درېدو په صورت کې امکان لري.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي هم د دې هوکړې ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې، اوکراین د دوامداره او عادلانه سولې لپاره د هر وړاندیز ملاتړ کوي.
پوتین داسې مهال اوکراین سره د ۳۰ ورځني اوربند ټینګېدو له هوکړې انکار کړی، چې تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر د امریکا له دې طرحې ملاتړ کړی و.