جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه اروپایي پارلمانونو او حکومتونو کې د ښځو استازیتوب پرمختګ کوي

په اروپایي پارلمانونو او حکومتونو کې د ښځو استازیتوب پرمختګ کوي

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۲۹ مه) په ټوله اروپا کې، په ملي حکومتونو او پارلمانونو کې د ښځو ونډه مخ پر زیاتېدو ده.

د یورو سټاټ (Eurostat) د وروستیو معلوماتو له مخې، په د ۲۰۲۴ کال کې په ملي حکومتونو کې ښځو شاوخوا ۳۵٪ څوکۍ لرلې، چې دا د تېرو لسو کلونو په پرتله ۷.۴٪ زیاتوالی ښیي.

فنلنډ او لیختنشتاین د ۶۰٪ ښځینه استازو په لرلو سره د لیست په سر کې دي، ورپسې بلجیم او بریتانیا دي چې په پارلمانونو کې یې د ښځو ونډه ۵۱٪ ده.

په مقابل کې، هنګري د ښځو لپاره تر ټولو ټیټ استازیتوب لري، ځکه چې په حکومت کې هېڅ ښځې نشته. سره له دې، په ۲۰۲۲ کال کې، دغه هېواد خپله لومړۍ ښځینه ولسمشره کاتالین نوواک وټاکله، خو هغې په ۲۰۲۴ کې استعفا وکړه.

په اروپا کې ښځینه وزیران

په اروپایي ملي پارلمانونو کې هم د ښځو استازیتوب وده کړې.

په اروپایي اتحادیه (EU) کې له درېیمې برخې ډېر پارلماني غړي ښځې دي، چې دا د لسو کلونو وړاندې په پرتله ۵.۶٪ زیاتوالی ښیي.

په تېره لسیزه کې تر ټولو زیات پرمختګ مالټا کړی، چې ۱۵٪ زیاتوالی لري، ورپسې د لتوانیا په پارلمان کې ۱۳٪ او د فرانسې په پارلمان کې د ښځو ونډه ۱۰٪ زیاته شوې ده.

په اروپا کې ښځینه پارلماني غړې

اوس مهال، د آیسلنډ پارلمان د ښځینه غړیو سلنه تر ټولو لوړه ده، چې ۴۹٪ څوکۍ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

ورپسې سویډن (۴۵.۶٪)، فنلنډ (۴۵.۵٪)، او ډنمارک (۴۴.۷٪) دي.

په بل اړخ کې، قبرص (۱۴.۳٪)، هنګري (۱۴.۶٪)، او رومانیا (۱۹.۵٪) د ښځو لپاره تر ټولو ټیټ استازیتوب لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...