(اوومه برخه)
۱۸ – د جوار (گاونډیتوب حق):
په اسلامي حقوقو او همدارنگه د افغانستان په حقوقي سیستم کې چې له د اسلامی فقهې څخه الهام اخلې، د جوار یا گاونډیتوب حقوق ځانته ځانگړې ځای لري.
د افغانستان د مدني قانون له احکامو سره سم؛ د گاونډي حقوق په لاندي ډول تنظیم شوٍي ديٍ:
– گاونډیو ته د ضرر او مزاحمت مخنیوی؛
– د گاونډیو حقوقو ته احترام او د حقونو رعایتول، لکه د کور جوړولو په وخت کې گاونډیو ته د ضرر د رسولو څخه ډډه کول؛ او
– په ځینو حالاتو کې د غیرمنقول ملکیت د خرڅولو په حالت کې د لومړیتوب د حق ورکول ګاونډي ته (لکه د شفعه حق).
دغه حقوقو ته په پښتو یوه متل کې داسې پاملرنه شوې ده «اول حق د گاونډي دی.»
۱۹ – ځمکه؛ بشپړ غیر منقول ملکیت:
ځمکه چې د غیر منقلونو ملکیتونو مور ده، د ډیرو نورو اړوندو حقوقو بنسټ گڼل کیږي، د اکثرو حقوقپوهانو او حقوقي سیستمونو له نظره، ځمکه یو کامل او بشپړ حقوق پیژندل کیږي، دا د دې له پاره چې:
– ځمکه د یوه شخصي حق په توگه: د نړۍ په ټولو حقوقي سیستمونو کې؛ د ځمکې مالکیت د یوه فردي یا شخصي حق په توگه پیژندل شوی دی؛
– د تصرف او انتفاع د حق له نظره: د ځمکې مالکیت د هغه مالک ته حق ورکوي چې د قانون د احکامو په دننه کې؛ په هغه کې مالکانه تصرفات و کړي او له هغه څخه انتفاع یا گټه پورته کړي. چي دا ډول بشپړتیا د ملکیت په نورو ډولونو کې لږ په سترگو کیږي؛
– د پانگې اچونې او اقتصادي فعالیتونو اساس: هغه هیوادونه بډیا شمیرل کیږي چې د اقتصادي او پانگې اچونې له پاره صالح او مساعدې ځمکې ولري. ځکه برسیره په کرنیزو فعالیتونو، د ودانیزو، بنسټیزو تاسیساتو او خدماتي تاسیساتو؛ جوړول چې د هر متمدنې ټولنې اساسات پرې تکیه لري او د دولتونو د بقأ سبب گرځي، د ځمکې په نه شتون کې نا شونی دی؛
– د ټولنیز نظم او ثبات رامنځ ته کول: په ټولنه کې چې د ځمکو څخه په قانوني توگه گټه پورته شي، برسیره پر دې چې اقتصادي ثبات رامنځ ته کیږي د هغه تر څنگ د ټولنیز ثبات لوی عامل شمیرل کیږي؛
– د وراثت حق: د ځمکې په مالکیت کي د راتلونکو نسلونو له پاره داقتصادي او ټولنیز ژوند بقا تضمین او باوري دی؛
– د طبیعي زیرمو او چاپیریال په ساتنه او تداوم کې یې ونډه: ځمکه بیا هم د طبیعي زیرمو او د چاپیریال په ساتنه کې محوري او اساسي ونډه لري، ځکه د طبیعت د ټولو عناصرو بقا او وده پر همدغه نعمت ولاړه ده؛
– په نړیوالو حقوقو کې: برسیره پر دې چې د بشر د حقوقو په نړیوالو اسنادو کې د ځمکې مالکیت د یوه فردي حق په توگه په رسمیت پیژندل شوی او د دې حق درلودل او هغه ته درناوی الزامي دی، د دولتونو په تیره هغو دولتونو ترمنځ چي سرحدي اختلافات لري، د سیاستونو په ټاکلو کې بنسټیز تاثیرات لري؛ او
– کلتوری اثرات: ځمکه پر مختلفو ټولنو کې د هغوی په فرهنگي جوړښتونو او ملموسواو غیر ملموسو فرهنگي شتمنیو کې پراخ اثر درلودلی دی، د ساري په توگه د منقولو او غیر منقولو تاریخي او لرغونو آثارو او موزیمونو شتون.
د دغه کامل غیر منقول ملکیت ارزښت ثابتوي.
پښتنو هم د یوه تاریخي او متمدن قام په توگه د ځمکې اهمیت پیژندلی، او دا موضوع یې په دې پښتو متل کې په لنډو کې داسي بیان کړی دی: «ځمکه؛ زر زیږوې.»
(نور بیا)