پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد تورخم دروازه له ۲۷ ورځو بندېدو وروسته پرانیستل شوه

د تورخم دروازه له ۲۷ ورځو بندېدو وروسته پرانیستل شوه

تاند【چهارشنبه د کب ـ حوت ۲۹مه】تورخم لار له ۲۷ ورځو تړل کېدو وروسته نن چهارشنبه مازیګر د ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه.

ننګرهار کې د طالبانو د ولایت ویاند قاضي ملا عادل وایي دغه لار به لومړی د ترانزیت او ناروغانو لپاره پرانیستل شي.

سرچینه زیاتوي د جمعې په ورځ به دغه لاره د مسافرو پر وړاندې هم پرانېستل شي.

سوداګر بیا وایي چې په تېرو اوه ویشت ورځو کې نږدې اویا ملیونه ډالر تاوان دواړو لوریو ته اوښتی دی.

سوداګرو د لارې د پرانیستو په موخه دوه خلې جرګې هم وکړې.

افغان سوداګر د لارې خلاصون یو هیله بښونکی خبر بولي او هیله کوي چې بیا لاره د سیاسي مسایلو پر سر د سوداګرو پر مخ ونه تړل شي.

دغه لار ۲۷ ورځې وړاندې پاکستاني لوري له دې امله وتړله چې د دوی په وینا افغان لوری دې دروازې ته نېږدې تاسیسات نه جوړوي.

د دروازې او تاسیساتو د جوړېدو پر سر دواړه غاړو وسله والې نښتې هم وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...