شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهپه افغانستان کې نیول شوې بریتانیايي جوړه په نامعلومو تورونو محاکمه کېږي

په افغانستان کې نیول شوې بریتانیايي جوړه په نامعلومو تورونو محاکمه کېږي

تاند (پمجشنبه، د کب/ حوت ۳۰ مه) په افغانستان کې د طالبانو له لوري نیول شوې بریتانیايي جوړه د محاکمې انتظار باسي، خو د خپلو تورونو په اړه معلومات نه لري.

ګارډین ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې دې بریتانیايي جوړې اولادونو ادعا کړې چې د دوی مور او پلار باید د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۱) په کابل کې محکمې ته حاضر شي، خو لا هم د دوی پر ضد د تورونو جزئیات نه دي روښانه شوي.

۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، او په افغانستان کې د روزنیزو پروګرامونو مشري کوله، تېره میاشت هغه مهال ونیول شول چې په بامیان ولایت کې خپل کور ته روان ول.

له زندانه له کورنۍ سره اړیکه

باربي رینولډز د کابل له پلچرخي زندانه له خپلې کورنۍ سره تماس نیولی او ویلي یې دي چې د محکمې نیټه د دوی لپاره ټاکل شوې ده. دا په داسي حال کې ده چې د پیټر د روغتیايي وضعیت په اړه د هغه د کورنۍ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

په یوه غږیز پیغام کې هغې وویل:
«موږ حتی نه پوهېږو چې پر موږ کوم تورونه لګېدلي دي. که دوی د سبانۍ محکمې په اړه راته دروغ نه وي ویلي، نو سبا به موږ په لومړی ځل واورو چې پر موږ څه تور دی.»

۱۸ کاله بشري فعالیت، خو نامعلومه تورونه

دغه جوړه له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره پروژې پرمخ وړي. دوی پریکړه کړې وه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پاتې شي.

د دوی له مهمو پروژو څخه یوه د میندو او ماشومانو لپاره تعلیمي روزنه وه، چې د بامیان د ولایتي چارواکو له خوا تایید شوې وه.

د عادلانه محاکمې په اړه اندېښنې

د دوی لور، سارا اینټویستل، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، وېره لري چې د دوی محاکمه به عادلانه مخ وي، ځکه د دوی ژباړن، چې له دوی سره نیول شوی، هم باید هماغه ورځ محکمې ته حاضر شي، خو اجازه نه لري چې ژباړه وکړي.

هغې وویل:
«مور مې ډېره اندېښمنه ده چې پرته له وړ ژباړن، دوی به خپله قضیه په سمه توګه تعقیب نه شي کړی، او دا د دوی د بشري حقونو ه جدي سرغړونه ده.»

دغه ژباړن هم د پلار د درملنې چارې سمبالولې، ځکه پیټر رینولډز ته د زړه د منظمې درملنې اړتیا وه.

روغتیايي اندېښنې او جلا ساتنه

اینټویستل وویل چې د دوی د پلار ژوند ته خطر متوجه دی، ځکه له خپلو لازمي درملو محروم دی.

«موږ لا هم د پلار د روغتیا په اړه سخت اندېښمن یو. که هغه ته خپل ضروري درمل ونه رسېږي، نو د بندي پاتې کېدو دوام یې د ژوند لپاره جدي خطر لري.»

هغې زیاته کړه چې مور او پلار یې جلا ساتل شوي، او له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې له یو بل سره د لیدو اجازه نه لري.

د نیولو شرایط او د خلاصون غوښتنه

دغه جوړه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د خپل ژباړن او یوې امریکايي-چینایي ملګرې، فې هال سره نیول شوې، چې له دوی سره یې د سفر لپاره الوتکه کرایه کړې وه.

هغه مهال، د دوی د روزنیز شرکت، ریبیلډ (Rebuild) یوه کارکوونکي ته ویل شوي و چې د دوی الوتنه له سیمه‌ییزو چارواکو سره همغږې نه وه.

سارا اینټویستل له طالبانو وغوښتل چې د روژې د مبارکې میاشتې خیر ښېګڼې ته په پام، د دې پلار، مور، فې هال، او ژباړن د ښه نیت په توګه خوشې کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...