Home+د فرخندې د لسم تلین لپاره څوکرښې

د فرخندې د لسم تلین لپاره څوکرښې

آصف بهاند

ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

        (فرخنده)

دا دی بیا د فرخندې تلین دی، لسم تلین او زموږ واکداران، د شریعت لارویان او… هېڅوک ونه توانېدل چې د فرخندې قاتلین او سوځونکي راپیدا او د عدالت منگولو ته وسپاري. دا خو لا پرېـږده چې د فرخندې د وهلو، وژلو او سوځولو پېښه ټولو هېوادوالو او نړیوالو په خپلو سترگو ولیده، خو خلک داسې هیرجن دي چې اوس هغه سوځ،ل شوې فرخنده، د هغې د تلین په ورځ هم څوک نه یادوي.

که د افغانستان د مظلمو ښځو کوم خواخوږی فانتازي وکړي او ووايي چې: ما تېره شپه فرخنده په خوب ولیده، بدن یې هماغسې په وینو لړلی و، په ټیټ او گیله‌من غږ یې راته وویل: ستاسو د وطن د عدالت په تله کې او ستاسو د وطن د شریعت په دایره کې زما د قاتلینو محکمه تر کوم ځای پورې ورسیده؟؟؟

نو د افغانانو ځواب څه وي؟

دا په یاد ولرئ چې د فرخندې د نازک بدن په وینو لړلې ټوټې د وروسته پاتې خرافي جاهلې ټولنې د نا پوهۍ په اور پخې شوې، دا پوخ شوی تخم وکرل شو، نا څاپه یې د ظلمونو په همدې پسرلی کې غوټۍ وکړې، غوټۍ یې وغوړیدې او په غوړیدو سره یې د پوهې او نا پوهۍ، د خرافاتو او علم په منځ کې د برید کرښه را کش کړه، د ظلم له اور نه د راټوکیدلو ګلانو هره پاڼه یې د نا پوهۍ، ناروا او ظلم ستوني ته تیره تیغ شو او دا تیره تیغ به تر ډیرو پورې د نا پوهۍ او ظلمونو مخ کې د سپر په څیر ولاړ وي.

دا غمیزه پای نه‌لري، کېدای شي د ځینو خلکو هېر هم شي، خو تاریخ یې تصویرونه همداسې په وینو لړلی په خپل زړه کې ساتي او دا البوم به کله کله راتلونکو نسلونو ته ورښیي.

د اوس له پاره د فرخندې د لسم تلین د درناوي په خاطر بیا زما څو پخوانۍ جملې او یوټوټه پخوانی شعر:

څو جملې:

د فرخندې د وینو په بیه،

د فرخندې د کباب شوي بدن په بیه،

او د فرخندې د ژوند په قیمت سره، د ټولنې چیز فهمه خلک باید پوه شي چې زموږ د ټولنې فکري سطحه په کومه پوړۍ کې ده. د فرخندې د وینو هر سورڅاڅکی زموږ د ټولنې د انسانیت پر تندي باندې تور داغ دی.

دا هم زما شعر:

عرض

آهای !!!

د لوړو کلو خلکو،

غږ مې در رسي که نه؟

دغه دی چغې وهم

وژني مې،

وهي مې،

سوځوي مې

خلاصولای مې شئ؟؟؟

۲۰/۰۳/۲۰۱۵

هیدرسلیف، ډنمارک

آصف بهاند

1 COMMENT

  1. د فرخندی قتل یو دردوونکی داستان دی.
    امّا
    د یوی ترخی پیښی یا حادثی کلنۍ یادونه به د نورو منفی انګیزو او پلمو بافت او اودل وی.
    زموږ د هیواد په تاریخ کی د سلو وروستیو کلونو په اوږدو کی د فرخندی د پیښی په تناسب نوری ډیری ترخی ترخی پیښی را منځته شوی دی ( د ثور او جدی کړغیړنی پیښی او د هغی ویرانوونکی پایلی ) چی د هغو په هکله ولی څه نه لیکل کیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...