Homeخبرونهد تورخم دروازه سبا جمعه د مسافرو پرمخ خلاصېږي

د تورخم دروازه سبا جمعه د مسافرو پرمخ خلاصېږي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۳۰مه】که څه هم د تورخم لار له ۲۷ ورځو تړل کېدو وروسته پرون چهارشنبه مازیګر څلور بجې د ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه، خو لا هم دا لاره د مسافرو پرمخ تړلې پاتې ده.

پرون ننګرهار کې د طالبانو د ولایت ویاند قاضي ملاعادل وویل چې، دغه لار لومړی د ترانزیت او ناروغانو لپاره پرانیستل شوه.

عادل زیاته کړه چې سبا د جمعې په ورځ به دغه لاره د مسافرو پر مخ هم پرانیستل شي.

د مسافرو پرمخ ۲۸ ورځې کېږي چې دا لاره تړلې او زرګونه افغانان د پاکستان لور ته ایسار دي او افغانستان ته د راتلو په تمه دي.

په مسافرو کې ډېری یې ناروغان دي چې، له سخت وضعیت سره مخ دي.

دا دروازه ۲۸ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د افغانستان له لوري د تاسیساتو جوړولو پر سر وتړله.
https://taand.net/?p=252711

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...