پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهټرمپ نن د امریکا د پوهنې وزارت د تړلو فرمان لاسلیکوي

ټرمپ نن د امریکا د پوهنې وزارت د تړلو فرمان لاسلیکوي

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۳۰مه】رویټرز خبري آژانس د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن (پنجشنبه) د پوهنې وزارت د تړلو یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړي.

سرچینه وایي ټرمپ او د هغه میلیاررر سلاکار ایلان ماسک هڅه کړې، چې حکومتي پروګرامونه او ادارې لکه د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې وتړي.

خو د پوهنې وزارت تړل به د کابینې پر کچه د ټرمپ لومړۍ هڅه وي.

د ولسمشر ټرمپ د خبرو له مخې؛ د دې وزارت شتون یوه ولسي دوکه ده.

نوموړی وایي، دغه اداره د زدکوونکو په سمه روزنه کې پاتې راغلې ده.

د معلوماتو له مخې ویل کیږي، چې د پوهنې وزارت د کانګرس له منظورۍ پرته نشي تړل کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...