Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان بانک، عایداتي ادارو ته د برښنایي تادیاتو نوی سیسټم جوړ کړ

افغانستان بانک، عایداتي ادارو ته د برښنایي تادیاتو نوی سیسټم جوړ کړ

تاند【پنجشنبه د کب ـ حوت ۳۰مه】د طالبانو د حکومت تر واک لاندې افغانستان بانک وايي، چې د برښنايي تادیاتو د ترسره کولو لپاره يي نوی سیستم جوړکړی دی.

یاد بانک زیاتوي، چې له دې وروسته به د طالبانو د حکومت ټولې عایداتي اداري له دې سیستم سره تر نښلېدو وروسته برښنايي تادیات ترسره کوي.

د افغانستان بانک مسوولانو ویلي، چې د دې سیستم له لارې به د هېواد ټول عواید له روڼتیا، سرعت او مصوونیت سره د ماليي وزارت یوه واحد ادرس ته راټولیږي.

سرچینه زیاتوي، چې د مالي تادیاتو دا نوی سیستم به د ماليي وزارت له مالي سیستمونو سره وصل او د هېواد ټولې عایداتي ادارې او د دولتي مامورینو د معاشونو د اجرا لړۍ به له دې سیستمونو څخه پیل شي.

د سرچینې په وینا؛ په نوي تادیاتي سیستم کې د تادیاتو ټول نړیوال معیارونه په نظر کې نیول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دې سیستم د عملي چارو د پراختیا لپاره د افغانستان بانک او ماليي وزارت ترمنځ هوکړه هم لاسلیک شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...