شنبه, اپریل 26, 2025
Home+۱۴۰۴ هجري لمریز، د مینې که د کرکې کال؟

۱۴۰۴ هجري لمریز، د مینې که د کرکې کال؟

ولي الله ملکزی

 مینه د حضرت نوح بېړۍ ده چې حتما خپل منزل او د امن ساحل ته رسي.

مینه که عاطفه او تلوسه ده، نو عبادت او ریاضت هم دی.

مینه هله د سکون ساه اخلي؛ کله چې د لیکلو لپاره لفظونه ختم او د زړه خال خال داغونه په رغېدو شي.

خدایه! د زړه حرم مې داسې بې امامه دی چې

نه په کې مونځ د مینې کیږي، نه آذان کېږي

له همدې ځایه، کرکه د ټایټینک کیښتۍ ده چې هیڅکله به د سمندر غاړه ونه ګوري.

ځکه کرکه د غلطې محاسبې زېږنده او د کینې او نفاق غوجل ده.

کرکه یوه روحي ناروغي او الهی عذاب دی.

کرکه هغه ناسور دی چې څومره د زړه تاخچو ته کوزیږي، هماغوره یې د علاج امېدونه له خاورو سره خاورې کېږي.

کله چې د مینې ځای کرکه ونیسي، نو ټولنه بیا د تعصب په تنور کې سوځي او وګړي یې د پردیتوب احساس کوي.

په دې اوه څلوېښتو کلونو کې، څلور غېر متجانس نظامونه زموږ په ولس باندې واکمن یا وتپل شول.

هر یو د خپل مخالف د حذفولو او رټلو هڅه وکړه او د انحصار، کرکې او اجنبیت ښه پرېمانه تخمونه یې وکرل.

پاېله یې دا شوه چې نه مو جومات په امن دی، نه حجره، نه دېره او نه هدیره.

د منبر، سر، سنګر او لښکر سړي مو یو په بل پسې غلبیل غلبیل او د غلیمو ارادو نذرانه شول.

له وطن او وطنوالو سره وفا، د قوم، ژبې، مذهب، سمت او ګوند په خم کې رنګ او په زهرجنې جفا بدله شوه.

د هرډول شک شبهې پرته، له دیني باورونو، ملي ارزښتونو او هېواد څخه دفاع هم وجیبه ده او هم عنعنه.

ولی د درویزې په لومه کې د بندیوان ولس په خوله دا لاپې باټې چې فلانی مې مات کړ او بستانی مې په ګونډو کړ؛

د اورېدلو لپاره په نړېوال سټېج غوږونه نه لري.

نو د یوې مجربې نسخې په توګه، راځئ ۱۴۰۴هجري لمریز کال په دې تکل او احساس سره پېل کړو چې:

« امن له جګړې څخه غوره دی او قلم له ټوپک څخه. اعتدال له افراط څخه ښه دی او شعور له شعار څخه».

د عرش د ستر واکمن دربار ته لاسونه لپه کوم چې دا نوی کال د نړۍ د اته ملیارده انسانانو او په ځانګړي ډول زموږ د باورمند، عقیدتمند او هیله مند ولس لپاره د سوکالۍ، آرامۍ او خوښۍ څخه ډک ولري.

باید هېر نه کړو چې مینه ناک خلک تل، د خلکو د زړونو په تل کې اوسیږي او کرکجن وګړي د بې آزارو په آزارولو سره، یوازې خپل ضمیرونه ځوروي او خواږه د ترخو په بیه اخلي.

کور مو له غنمو او پتاسو ډک

————————————–

یادونه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فېسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...