شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهایران افغانستان ته نژدې ۵۰۰ افغان بندیان وسپارل

ایران افغانستان ته نژدې ۵۰۰ افغان بندیان وسپارل

تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۳۰ مه) د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې پر اساس، ایران سلګونه افغان بندیان په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته وسپارل.

د هلمند د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې دا ۴۸۴ بندیان په یو لړ مراسمو کې چې د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال، په ایران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، د سیستان او بلوچستان د زندانونو عمومي مدیر، د اتباعو د چارو مدیر، د زابل څارنوال او د هلمند والي پکې ګډون درلود، افغان لوري ته وسپارل شول.

دا کسان چې د ایران د ۲۷ ولایتونو په زندانونو کې بندیان وو، د ایران او افغانستان ترمنځ د بندیانو د تبادلې، د مجرمانو استرداد او قضايي همکاریو د دوه‌اړخیزو موافقو پر اساس خپل هېواد ته انتقال شول.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان په دې مراسمو کې وویل:
«د مجازاتو د شخصي کېدو اصل دا ایجابوي چې مجرم باید مجازات شي، نه د هغه کورنۍ. له همدې امله، دغه بندیان افغانستان ته انتقال شول، چې د خپلو کورنیو تر څنګ د خپلې سزا پاتې موده تېره کړي او د کورنیو د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.»

جلالیان، زیاته کړه:
دا انتقال د بندیانو د رضایت پر اساس شوی. د انتقال شرط دا و چې بندیان شخصي شکایت (مدعي) و نه لري.
جلالیان د بندیانو د جرمونو په اړه وویل: د دغو بندیانو جرمونه سیاسي نه دي. دوی د افغانستان له اوسني حکومت سره هیڅ تړاو نه لري. د ډېری بندیانو جرمونه له مخدره موادو سره تړاو لري.

ده همداراز وویل چې ایران له مختلفو هېوادونو سره د بندیانو د تبادلې او مجرمانو د استرداد په برخه کې موافقې لري. د افغان بندیانو انتقال هم د همدې نړیوالو موافقو د تطبیق یوه برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ -  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: " کتابونه...