تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بوهرلر د طالبانو له بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې ولیدل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبې) د ښاغلیو متقي او خلیلزاد د کتنې خبر خپور کړ، ویې ویل چې دواړو خواوو د افغانستان او امریکا پر اړیکو، د افغان اتباعو لپاره پر کونسلي خدمتونو، او د بندیانو تبادلې په اړه خبرې وکړې.
امیرخان متقي د امریکا پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره مثبت ګام وباله.
د خبرپاڼې له مخې، متقي وویل، د دوی حکومت د متوازن بهرني سیاست غوښتونکي دي.، له ټولو خواوو سره رغنده تعامل ته ژمن دي.
ده دا هم وویل چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د پاتې ستونزو د حل لپاره خبرې اترې اړینې دي.
متقي وویل:«دواړه هېوادونه باید د ۲۰ کلنې جګړې پایلو ته د پای ټکی کېږدي او مثبتې سیاسي او اقتصادي اړیکې جوړې کړي.»
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، آدم بوهرلر د بندیانو په تبادلې کې پرمختګ د باور جوړونې لپاره مهم ګام وباله.
هغه ټینګار وکړ چې دواړه لوري باید خبرو ته دوام ورکړي.
بوهرلر زیاته کړه:«امریکا او افغانستان تاریخي اړیکې درلودې، چې له ننګونو سره مل وې، خو اوس باید راتلونکي ته وکتل شي.»
زلمی خلیلزاد او د امریکا اتباع
دا د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو او د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته د زلمي خلیلزاد لومړنی ښکاره سفر دی.
زلمی خلیلزاد که څه هم د امریکا په اوسني حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري خو دې ته په کتو چې نوموړی د امریکا د اوسني واکمن ګوند، جمهوریپال غړی دی، کابل ته د ده سفر د طالبانو له حکومت سره د ټرمپ د حکومت لومړنی مخامخ تماس ګڼل کېدای شی.
خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون د خبرو اساسي لوبغاړی و، چې د امریکا د وتلو او د طالبانو د واک ته رسېدو لامل شو.
په افغانستان کې امریکايي بندیان
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲ امریکايي اتباع اوس هم د طالبانو په بند کې دي: جورج ګلینسم، چې د الوتکو تخنیکي انجنیر، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو استخباراتو ونیو.
افغان-امریکایی تاجر محمود شاه حبیبي چې پخوا د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر و. هغه په ۲۰۲۲ کال کې ورک شو، خو شواهد ښیي چې طالبانو نیولی دی، سره له دې چې هغوی د حبیبي نیونه ردوي.
ځینې راپورونه وايي چې طالبانو حبیبي په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو نیولی او القاعده شبکې ته سپارلی دی.
د بندیانو وروستۍ تبادله
شاوخوا ۲ میاشتې وړاندې د بندیانو د تبادلې په پایله کې ۲ امریکايي اتباع، رایان کوربټ او ویلیام مکګینټي، د طالبانو له بنده ازاد شول.
په بدل کې، امریکا خان محمد، یو افغان زنداني چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په امریکا کې بندي و، خوشې کړ.
د طالبانو بيرته واک ته رسول د خليلزاد او د باجوه (پاکستان) يوه مرموزه پروژه ده، خدای خبر چې خليلزاد او باجوه څنګه ترسيم کړه؟ ملا حسن اخوند خو ويل چې موږ تاسې ازادي راوړې ده، خو خپله په ارګ کې ورک او د چرګانو د ټوغي په شان په ستوني کې ټوغکي وهلی دی او هغه بل يې هلته د کندهار له عينو مينې نه، خو د دوی په اند له يوې نامعلومې سوړې نه وخت ناوخت يو په بل پسې دوامداره فرمانونه راوباسي چې يو يې له بل نه سختدريځه او د نجونو د زده کړو او د مېرمنو د حقوقو په تړاو چې هم يې په ټولنه کې شتون زغملی نه شي او هم يې غږ چوپوي او د يوې عُقدې له مخې ورسره چلن کوي.
بله دا چې خليلزاد خو ويلي وو چې طالب په زور او بېعزتۍ ايستل شوی وو او زه به يې بيرته په عزت کابل ته راولم، نو د دې سړي راتګ داسې لږ شکمن شانته دی، ځکه چې نوموړی د امريکا ګټو ته ژمن دی نه د افغانستان. که دی ژمن وای، نو داسې مرادره معامله به ده هېڅکله نه کوله. د هېواد د ځوان قشر دنجونو د زده کړې د خنډ او مېرمنې له ټولنې حذفولو دغه ټوله پړه او مسؤوليت ده ته هم ورګرځي چې هېواد يې له دغسې نګه نالوستيو ملايانو په لاس کې ورکړ چې هغوی له ملا و طالب پرته بل څوک له ځان سره هډ، زغملی نه شي او نه ورته بل څوک د اعتبار وړ دی او نه پرې اعتبار کوي.