چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سراج الدين حقاني په مالي لګښت خوست هوايي ډګر ته وارداتي...

د سراج الدين حقاني په مالي لګښت خوست هوايي ډګر ته وارداتي برېښنا فعاله شوه

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ملا سراج الدین حقاني په مالي ملاتړ د خوست هوايي ډګر ته درې نیم مېګاواټه وارداتي برېښنا ورکړل شوه.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه پروژه د ۹.۵ میلیونو افغانیو په لګښت په ۲۵ ورځو کې پلې شوې ده.

طالبانو په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

سراج الدين حقاني، د طالبانو د تر ټولو خطرناکې څانګې ( حقاني شبکې) مشر او د طالبانو د تر ټولو خونړیو بریدونو په ترسره کولو تورن دی.

د خوست هوايي ډګر، چې د جوړېدو چارې يې کلونه مخکې پیل شوې وې، د ولسمشر غني د ولسمشرۍ په وروستیو میاشتو کې بشپړې شوې.

3 COMMENTS

  1. بریښنا خو ضروری ده خو د میدان اصلی هدف خلکو ته د پروازونو زمینه برابرول دی ، هیله ده چه د مسافرو لیږد او رالیږد او هم د ځنغوزیو صادرات لپاره د پروازو غم یی هم وخوړل شی.

  2. خدای دې خیر کړي، که د ځینی پخواني دولت ته نږدې جنګسالاران د شلو کلونو په موده کې ځان د ملیونونو ډالرو او جګ پوړیزو ودانیو خاوندان کړ، دادی د اسلامی امارت لوړ پوړي چارواکي د څلورو پنځو میاشتو کې ملیونران شوي دي ، سوال دا دی چې دا ۹ ملیونه افغانی حقانې له کومه کړي نورو هیوادو کې خو له لسو زرو ډالرو نه زیاتی پیسې بی لدی چې د هغه منبع معلوم نشي څوګ نشی کولی خپل بانکی حساب کې ذخیره کړي خو دلته پوښتنه نسته ، ښائی دا به د هغو سلهاو نظامی تجهیزاتو او ګاډو پیسی وي چې پدی څو میاشتو کې پټ پاکستان ته هره شپه انتقالیږي .

  3. زیړ ګُل وروره!
    د سراج الدین حقانی د ډالرو د لاسته راوړلو منبع پاکه او پاکه ده یعنی ډالری ئې د غصب او زور نه بلکه حلالی او د بازو په زور ګټلی سوی ډالری دی.
    څنګه؟
    د امریکا دولت د سراج الدین حقانی مندونکی یا موندونکو ته لس میلونه ډالره جائزه ټاکلې ده، ښاغلی سراج الدین حقانی د امریکې استخباراتی مرکزونو ته د سراج الدین حقانی د اوسېدو او دندې دقیقه پته لېږلې او امریکائیان توانېدلی چی د سراج الدین حقانی مؤقعیت ومومی نو ځکه ئې سراج الدین حقانی ته د وعدې سره سم ددې خدمت په بدل کی لس میلونه ډالره ډالۍ کړیدی.
    حقانی زما زوی ددې لسو میلونو ډالرو څخه ۹۸۶۵۴۵۶ ډارلری په هوائی ډګر مصرف کړې او په پاتو ډالرو ئې خپلی خواښی ته یو نوئ بایسکل ور رانیوئ. حساب تصفیه او تسویه سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب