چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهمشهور سندرغاړی استاد سلام لوګری ومړ

مشهور سندرغاړی استاد سلام لوګری ومړ

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ‏د افغانستان د موسيقۍ مشهوره څېره استاد سلام لوګری، چې شاوخوا ۴۰ کاله يې د موسيقۍ خدمت کړی و، د ۸۶ کلونو په عمر ومړ.

د استاد لوګري کورنۍ د هغه د مړينې خبر تاييد کړی او ویلي، چې هغه پرون مړ شوی او د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې، چی پلرنی ټاټوبی یې دی، خاورو ته سپارل شوی.

سلام لوګری د لوګر موسيقۍ د ځانګړي هنري سبک له ګوتې په شمېرو ځلیدلو څېرو څخه و.

نوموړي ته څو کاله مخکې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د موسیقۍ په برخه کې د « استادۍ» لقب ورکړی و.

سلام لوګری په داسې مهال مړ شوی، چې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنیدو سره نر پر موسیقۍ بيا بنديز لګول شوی او ډېری هنرمندان د هېواد پريښودو تر څنګ شاقه کارونو ته اړ شوي.

طالبانو له موسيقۍ سره د مخالفت له کبله، د سلام لوګري په مړینه د غمرازۍ کوم پیغام نه دی خپور کړی.

3 COMMENTS

  1. الله پاک دی وبښي جننتی و. سلام لوګری د درمحمد لوګری زوی و چی هغه په هغو وختونو کی چی نه طیاره وه نه موټر اووه ځله حج ته تللی و. هنرمندان ډیر عاطفی او پاک خلک دی ترپښو لاندی یې میږی ندی آازار شوی د فرشتی خویونه لری .
    خدای د جنتونه ورکړی دوستانو او کورنی ته یی جمیل صبر او عظیم اجر غواړو . هنرمندان که خطاط دی که میناتور، رسام، سنرغاړی ، نعت خوان، شاعر او نور د ټولنی معنوی شتمنی بلل کیږی، نوره دنیا کی ډیر قدر ورکوی پاکستان خپل سندرغاړی ډیر نازوی او مصر کی یی ګلثوم ته چی د یوه مشهور دینی عالم لور ا و ممشهوره سندرغاړی وه د مصر دولت څو جایزی ورکړی وی. کور ، موټر او بڼ یی وربښلی و خو زموږ هنرمند ډیر هیر شوی خدای دې داسی ورځ راولی چی هنر وځلیږی او توره ، بم او ټوپک تر خاورو لاندی شی

  2. الله د یی ښکلی جنتونه نصیب کړی هغه جنتی انسان ؤ نه یی څوک وژلی دی نه یی چا ته توهین کړی دی د خلکو په خوشحالیو کی یی ګډون کړی خلکو ته یی مینه ورکړی ده دافغانستان د کلتور او هنر دپاره یی ډیر کار کړی دی لوګری سبق یو فغال تیر شوی دی د ده ځای به دلوګر په موسقی کی حالی وی ، دهغه مینه ناکی سندری به دتل دپاره دهیواد په غرو رغونو ازانګی کوی صادق او مینه ناک انسان او مسلمان ؤ بیا هم وایی جنتونه یی نصیب کورنی او مینه والو ته یی د زړه صبر غواړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب