تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې دوی د خپلو مخالفانو د ځپلو او بندیانولو مسلم حق لري.
هغه پرته له دې، چې د دوی د واکمن قانون په اړه جزييات ورکړي، ټینګار کړی چې د « قانون سرغرونکي» او د « بې نظمۍ رامنځته کوونکي» به ځپل کیږي او بندیانیږي.
ويل کيږي، چې تېره یوه اونۍ کې طالبانو يوازې له پلازمېنې کابل څخه تر ۵ پورې ښځینه فعالانې چې د دوی د نقض شویو حقونو د تامين لپاره یې غږ پورته کړی و، د دوی له کورونو ویستي او لادرکه کړي دي.
طالب وياند په داسې مهال د « قانون» د نقضونکو پر وړاندې د خپلو اقداماتو دفاع کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره بېسارې قانوني تشه رامنځته شوې ده.
د پښتونخوا یوه مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د « نړۍ يوازينی بې قانونه» هېواد دی.
طالبانو د افغانستان د جمهوري نظام اساسي قانون لغوه کړی، خو پر ځای یې د بل کوم قانون د نافذولو یا رامنځته کولو په اړه څه نه دي ويلي.
له دې سره، دوی تورنیږي چې هر « غیر طالب» کس ورته مجرم ښکاري او څنګه یې چې زړه غواړي د مرګ تر حده چلند ورسره جواز ګڼي، خو طالبان په دې اړه تورونه بې بنسټه بولي.
چې داسې ده، نو بيا خو د افغانستان تېرو حکومتونو هم حق درلود. ستاسې ځپل او زنداني کول يې حق وو.
In the beginning they have said that There will be (the Constitution of the Kingdom of M.Zahir Shah khan) practiced with some Islamic Fiqh changes in it!!
Thank you.
One of the most basic legitimacy requirements of a government authorities to have enough qualified skilled personal based on education, working experience and most importantly capability of self-production enabling them to make a living for themselves.
No nation should be run exclusively by a group of unemployed always relied on others in order to make a living for survival