دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهناروې کې د ط او يو شمېر افغانانو ناسته، د فرهاد دریا...

ناروې کې د ط او يو شمېر افغانانو ناسته، د فرهاد دریا په ګډون ګڼو خلکو غبرګون ورته ښودلی

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالب پلاوي او يو شمېر نورو افغانانو د‌ ګډې ناستې ځای و.

د‌ دې ناستې په اړه په خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو حکومت ته « د افغانستان سرپرست حکومت» ويل شوی او زياته شوې چې پکې دواړو لوريو « په سړه سينه او حوصله» د یوبل څرګندونې اوریدلي.

د اعلامیې له مخې، په دې خبرو کې د تفاهم له لارې د ستونزو پر حل او د داسې ناستو پر دوام ټينګار شوی دی.

په ورته وخت کې راپورونه ښيي، چې په اوسلو کې لسګونه افغانانو اروپا ته د طالبانو د پلاوي د بللو خلاف لاريون کړی.

دغې ناستې ته یوې بلل شوې پخوانۍ افغان وزيرې نرګس نهان په دې دلیل دې غونډه کې ګډون نه دی کړی، چې په خبره یې « طالبانو ته د رسميت ورکولو» د هڅې په توګه بلل شوې ده.

يو شمير خلکو بیا نیوکه کړې، چې لویدیځ والو په کوم معیار دغې غونډې ته د افغان قشرونو د استازو په توګه خلک انتخاب کړي او غوښتي دي.

مشهور افغان هنرمن فرهاد دریا په یوه اعتراضیه لیکنه کې لیکلي، چې د پردې شاته د دغو خبرو په ترسره کيدو او د ګډونوالو په انتخاب یې اعتراض لري.

ښاغلي دريا لویدیځ هېوادونه له افغانستان سره په « ناځوانۍ» تورن کړي او ويلي، چې دوی افغانستان ته د يوې « پروژې» په سترګه ګوري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پرون ناروې ته له روانیدو مخکې دغه سفر، د طالب واکمنۍ له بیا حاکمیدو سره اروپا ته د طالبانو لومړنی سفر بللی او د سياسي، اقتصادي او بشري برخو کې یې د ښو پايلو هیله ترې ښودلې ده.

تمه کيږي، چې په دې درې ورځیني سفر کې به طالب پلاوی د اروپايي، امریکايي او عربي هېوادونو له استازو سره هم پر ځينو مهمو موضوعاتو وغږیږي.

1 COMMENT

  1. فرهاد دریا خپل ځان مطرح کوی، که دته یې په دغه غونډه کې بلنه ورکړې وه، بیا هیڅ خبره نه وه. څوکاله وړاندی یې کابل کې څو ډالره ماشومانو ته ورکړی لویه غټه ویډو یې جوړکړ او په هرمجلس کې یې خلقو ته خودله چی څومره لوی کار یې کړی. مونګ هم غلی غلی پر خندل. دی او هغه بله آرینا سید دواړه دځان خودلو لپاره همدا سی کارونو کوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب