Homeخبرونهقومندان ګلبدين په تخار کې ووژل شو

قومندان ګلبدين په تخار کې ووژل شو

تاند:( يکشنبه، د دلوې درېيمه) ځایي سرچينو ويلي، چې په تخار کې د طالبانو يو مشهور قومندان ګلبدين مشهور په صداقت نن د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو ووژل شو.

ويل شوي، چې دا پېښه نن د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې رامنځته شوې ده.

د دغې پېښې دليل روښانه نه دی او مسووليت يې هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې له شمالي او نورو ولايتونو څخه د واک او امتيازاتو پر سر د طالبانو د خپلمنځیو اختلافونو او وسله والو نښتو راپورونه هم زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...