پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکلتوربدخشان کې د سیب رخش په نوم کلتوري مېله او مشاعره وشوه

بدخشان کې د سیب رخش په نوم کلتوري مېله او مشاعره وشوه

تاند (شنبه، د اسد۲۰ مه) د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د (سیب رخش) تر نوم لاندې کلتوري جشنواره د سلګونو شاعرانو, لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه.

 د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو د رژیم رییس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي چې د دوی له بیا واکمنیدو سره دا ډول کلتوري جشنوارې هر کال جوړېږي چې په کې شاعران خپل شعرونه او لیکوالان خپلې مقالې ګډون والو ته اوروي.

هغه د یادې جشنوارې د تاریخي مخینې په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه جشنواره زر کلنه تاریخي مخینه لري او د یاد ولایت له بومي شتو څخه بلل کېږي.

نوموړي د رخش مڼې په اړه ویلي چې د زراعتي مڼو په راوتلو سره یاده میوه د ورکېدو له خطر سره مخ ده.

هغه د بدخشان له اوسېدونکو وغوښتل چې د کلتوري هویت د ساتلو په موخه د یادې مېوې ونې په خپلو کورونو کې کېنوي او له هغې څخه ښه ساتنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب