پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد رومانیا په یوه روغتون کې د ۱۷ ناروغانو مرموزې مړینې

د رومانیا په یوه روغتون کې د ۱۷ ناروغانو مرموزې مړینې

تاند (شنبه، د اسد ۲۰ مه) د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې د یوه روغتون دوه ډاکټران او یوه نرسه د روغتون په عاجلې څانګې کې د شکمنو مړینو په تړاو نیول شوي دي.

د اپریل په نیمایي کې، د سینټ مونتلیمون روغتون د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې په څلورو ورځو کې ۱۷ تنه مړه شول.

دوه ډاکټران د “قصدي وژنې او د قتل د هڅې” په تور نیول شوي او نرسه د دروغي شاهدۍ په تور محاکمه کېږي.

څارنوالانو ادعا کړې چې جرم له مخکې پلان شوی و او دا چې دوه ډاکټرانو په قصدي ډول د ناروغانو نوراډرینالین ډوز ډېر کم کړی او له کبله یې په ناروغانو کې د قلبي- تنفسي توقف سبب شوی.

د یوه څارنوال په وینا، یوه تورن په قصدي ډول، د یوه ناروغ چې وضعیت یې خورا بد و، د نوراډرینالین ډوز کم کړی دی.

درې واړه شکمن کسان د جنایي کشف کوونکو او څارنوالانو له خوا په سینټ مونتلیمون روغتون کې د ناروغانو په وژنه کې د لاس لرلو امله د ساعتونو لپاره پوښتل شوي.

نرسې، چې په دې قضیه کې نیول شوې، درې ځله څیړونکو ته دروغ ویلي دي. هغه د شاهد په توګه پوښتل شوې وه.

د دې قضیې له افشا کېدو نژدې څلور میاشتې وروسته د رومانیا د روغتیا وزیر د روغتون د مدیریت د استعفا غوښتنه وکړه.

د بخارست په سینټ مونتلیمون روغتون کې د شکمنو مړینو په اړه تحقیقات د اپریل په میاشت کې وروسته له هغه پیل شول کله چې د عاجلې څانګې نرسې ادعا وکړه چې هلته د 42 او 92 کلونو ترمنځ ۱۷ تنه مړه شوي دي.

د رومانیا صدراعظم مارسیل چیولاکو ویلي، که په دې جنایت کې تورن کسان مجرم وپېژندل شي، نو باید په حبس محکوم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب