Home+“هنرستان” کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

“هنرستان” کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

اکسوس کتابپلورنځي د عبدالوهاب “مومند” له لوري لیکل شوی کتاب “هنرستان” خپور کړ. دا کتاب چې ۱۲۸ مخونه لري، د ادبپوهنې په اړه مفصل بحثونه وړاندې کوي او په څلورو برخو کې د هنر او ادب ترمنځ اړیکې، د هنر پېژندنه، د هنر او انساني طبیعت، او د ادب هنري اړخونه څېړي.

په لومړۍ برخه کې د انسان او هنري خلاقیت په اړه خبرې کېږي، په دویمه برخه کې د هنرمن شخصیت او هنري لیدلوري ته ژوره کتنه شوې، په درېیمه برخه کې د ادب هنري اړخونه څېړل کېږي، او په څلورمه برخه کې د یوه اثر د هنر په اړه بحثونه شامل دي.

“هنرستان” د هنر او ادب د اړیکو په اړه ژورې څېړنې او تحلیلونه وړاندې کوي، چې د هنر مینه‌والو او ادبپوهانو لپاره یو ارزښتمنه مرجع بلل کېږي.

د کتاب مینوال کولای شي له اکسوس سربېره د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورځیو کې یې ترلاسه کړي.

تاج محمد جاهد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...