Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان له موافقې سره سره افغان چلوونکو ته د تګ راتګ سند...

پاکستان له موافقې سره سره افغان چلوونکو ته د تګ راتګ سند نه ورکوي

تاند (شنبه، د اسد ۲۰ مه) په تورخم کې د افغان کمیساري ريیس وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو او د موټرچلوونکو د لاریو د درولو له امله، تورخم ته نژدې لاریون وکړ.

په تورخم کې د افغانستان کمیشنر عبدالجبار حکمت وویل چې د پاکستان حکومت سوداګرو او چلوونکو ته د سفر لنډمهاله اسناد نه ورکوي او له همدې کبله ګڼې باري لارۍ په پاکستان کې ایساري شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه غړي خان جان الکوزي هم تایید کړه چې موټر چلوونکو د پاکستان لوري په تورخم کې مظاهره کړې ده.

الکوزي زیاته کړه چې پاکستان هغه لارۍ بندې کړي چې لنډمهاله سفري اسناد نه لري.

ده پر پاکستاني او افغان طالب چارواکو غږ وکړ چې سوداګرو او موټر چلوونکو ته فرصت ورکړي چې قانوني اسناد ترلاسه کړي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه، د مخکینۍ موافقې له مخې، د افغانستان او پاکستان د بار وړونکو موټرو چلوونکي له پاسپورټ او ویزې پرته تر شپږ میاشتې پورې سفر کولی شي، خو د دې سند له پای ته رسېدو وروسته باید بیا نوی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...