سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د کډوالو لویه کمیشنري په...

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د کډوالو لویه کمیشنري په نه همکارۍ تورنه کړه

تاند (سې شنبه، د میزان ۴ مه) په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر سردار شکیب احمد د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري د افغان کډوالو د ستونزو په حل کولو کې پر نه همکارۍ تورنه کړه.

ده وویل، کله چې د کډوالو له لویې کمیشنرۍ څخه د افغان پناه غوښتونکو د چارو په اړه مرسته غواړي، همکاري او همږغي ورسره نه کوي.

ده زیاته کړه:«دوی نه په رسمي ډول زموږ سره په تماس کې دي او نه زموږ پوښتنو ته ځواب وايي.»

سردارشکیب احمد همداراز وویل، د کډوالو لویه کمیشنري په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ترلاسه کړې بودجې او د کډوالو لپاره د خپلو فعالیتونو په اړه د افغانستان سفارت ته معلومات نه ورکوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر تایید کړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوي او د دغو ستونزو د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له مسوولانو سره د درې اړخیزې غونډې غوښتنه کوي.

پاکستان په وروستیو کې پر افغان کډوالو فشار زیات کړی، سلګونه افغان کډوال یې د قانوني اسنادو لهلرلو سره سره نیولي او ځورولي دي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې غوښتنه کړې چې په پاکستان کې دې له افغان کډوالو سره زور زیاتی ودرول شي.

ښاغلی خیرخواه ټینګار کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په ناامنه کېدو سره د بل ګاونډي هېواد امنیت ګډوډېږي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي چې پهتېرو دوو کلونو کې پاکستان ته شاوخوا ۶ سوه زره نور افغانان کډوال شوي دي.

پاکستان ته په ۲ کلونو کې ۶لکه افغانان مهاجر شوي، له کراچۍ ۶۰ بندیان خوشي شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب