یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته په ۲ کلونو کې ۶لکه افغانان مهاجر شوي، له کراچۍ...

پاکستان ته په ۲ کلونو کې ۶لکه افغانان مهاجر شوي، له کراچۍ ۶۰ بندیان خوشي شول

تاند (سې شنبه، د میزان۴مه) په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګري وايي چې د دغه ښار له زندانونو څخه ۶۰ تنه افغان کډوال خوشي شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان سرکونسل وايي، دا کسان د سند ایالت له بیلابیلو زندانونو خوشي شوي دي.

د ده په وینا په خوشي شویو کسانو کې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته ۶ لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

د دې کمیشنترۍ پر اساس، اوس په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر ۳ میلیونه او ۷ لکو ته رسیږي چې د هغو نیمايي رسماً راجستر / ثبت شوي دي.

شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال په پاکستان کې هیڅ راز اسناد نه لري او هر وخت چې پولیسو ته په مخه ورشي یا یې جېل ته لیږي او یا پیسې ورڅخه اخلي.

په وروستیو وختونو کې د پاکستان پولیسو هر افغان، کې به یې قانوني اسناد هم لرل، نیول او ځورول خو اوس تازه راپورونه وايي چې پاکستاني چارواکو پولیوس ته ویلي چې د اسناد لرونکو کډوالو له نیولو ډده وکړي.

2 COMMENTS

  1. سرکونسل چې په پښتو به د کونسل سر ترجمه شي ، یوه نوې اصطلاح ده ، یعنې د کونسل ځان نه بلکې سر به یې دا خبره کړي وي .
    په دیپلوماتیکو نورمونو او د 1969 کال د ویانا کنوانسیون کې د دې مهم ديپلوماتیک ارګان نوم قونسلګري او جنرال قونسلګري ثبت شویدی. افغانستان کې هم په همدې نوم د قونسلي امورو ریاست د هېواد دباندېنیو چارو وزارت کې شته او په پاکستان کې زمونږ هېواد په کوټه ښار ، کراچۍ ، پېښور کې جنرال قونسلګري لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب