Homeخبرونهد پاکستان پوځ وايي، د ټي ټي پي ۳ غړي یې وزلي

د پاکستان پوځ وايي، د ټي ټي پي ۳ غړي یې وزلي

تاند (سې شنبه، د میزان۴مه) د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د افغانستان پولې ته نژدې یې د پاکستاني طالبانو پر یوه پټنځای په برید کې ۳ طالبان وژلي دي.

پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې چې تېره شپه په خیبر ولسوالۍ کې وشو، د ټي ټي پي د یو قوماندان په شمول ۳ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دې برید نور جزییات نه دي څرګند کړي خو ویلي یې دي چې دغو کسانو د پاکستان پر پوځیانو په پر له پسې بریدونو کې لاس درلود.

ټي ټي پي کابو هره ورځ پر پاکستاني پوځیانو او ملېشو د بریدونو خبر ورکوي خو د پاکستان پوځ او رسنۍ په دې اړه څه نه وايي، دوی یوازې هغه مهال چې د ټي ټي پي پر ضد یې عملیات کړي وي د ټي ټي پي د بریدونو یادونه کوي.

پاکستان د ټي ټي پي د حملو د مخنیوي لپاره پر افغان طالبانو فشار ډیر کړی دی.

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي او تر خپله وسه له پاکستان سره د دغه هیواد په امنیتي چارو کې مرسته کوي.

ده ملي تلویزیون ته په عین حال کې وویل چې د طالبانو حکومت د پاکستان په خاوره کې له هغوی سره مرسته نه شی کولی او دا د اسلام اباد مسوولیت دی چې په خپله خاوره کې د خپل امنیت چاره وکړي.

په وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې طالبانو د ټي ټي پي یو شمېر غړي په کونړ کې نیولي او پلچرخي ته انتقال کړي دي. ظاهراً د مجاهد اشاره همدې مرستې ته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...