شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهبلومبرګ: د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی

بلومبرګ: د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی

تان (سې شنبه، د میزان ۴ مه) بلومبرګ په یوه راپور کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات او ښه کېدو عوامل څېړلي دي.

د دې خپرونې پر اساس، له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ زیاتېدا، د روپیو د چلښت مخنیوی او د بهرنیو مرستو دوام د افغانیو د ارزښت له ښه کېدو سره مرسته کړې ده.

بلومبرګ په ځانګړي ډول افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ملیاردونو ډالرو بشري مرستې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت له ښه کېدو سره مرستندویې بللي دي.

بلومبرګ دا هم ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې چې دې هم د افغانۍ پر ارزښت مثبت اغېز لرلی دی.

طالبانو په راکړه ورکړه کې پر پاکستانۍ روپیو بندیز لګولی چې دې هم د افغانۍ له ارزښت سره مرسته کړې ده.

اوس د افغانستان د اسعارو په بازارونو کې یو ډالر په څه باندې ۷۸ افغانۍ تبادله کېږي.

د افغانۍ د ارزښت له ښه کېدو سره د یو شمېر ضروري شیانو بیې یو څه ټیټې شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې نړیوالې ټولنې تقریباً هره اوونۍ افغانستان ته ۴۰ میلیون ډالره نغدې پیسې رالیږلي دي.

د بلومبرګ پر اساس، تېر کال د افغانیو ارزښت په سلو کې ۱۴ زیات شوی او د کولمبیا او سریلانکا له پیسو یا کرنسیو وروسته د ارزښت د زیاتېدو له نظره افغانۍ په نړۍ کې دریمې پیسې کڼل کېږي.

د بلومبرګ له مخې، د طالبانو حکومت توانېدلی چې بهر ته د ډالرو او نورو اسعارو د وتلو مخه ونیسي چې دې کار هم د افغانۍ له ارزښت سره کومک کړی دی.

د افغانستان بانک د ویندوی حسیب الله نوري په وینا، دا بانک د افغانۍ د ملاتړ لپاره کابو هره اوونۍ ۱۶ میلیون ډالره لیلاموي.

د بلومبرګ د راپور پر اساس، له دې سره سره چې د افغانۍ ارزښت ښه شوی، د افغانانو بیوزلي او لوږه نه یوازې کمه شوې نه ده بلکې لا زیاته شوې ده، کابو نیمايي افغانان د نړیوالو په مرستو متکي دي او افغانان هر کال ۴ میلیارد ډالره بشري مرستې ته شدیده اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب