Homeخبرونهپه کابل کې د درنو او سپکو وسلو یو ستر سلاکوټ وموندل...

په کابل کې د درنو او سپکو وسلو یو ستر سلاکوټ وموندل شو

تاند (سې شنبه، د میزان ۴مه) طالب چارواکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د وسلو یوه ستره زېرمه وموندل شوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ نن وویل، د درنو او سپکو وسلو او مهماتو یو ستر سلاکوټ په پلازمېنه کې د یوه سړک د جوړېدو په ترڅ کې وموندل شو.

ځدراڼ ویلي چې په دې زوړ زیرمتون کې زرګونه سپکې او درنې وسلې، کارتوسونه، د راکټ مرمۍ او فشاري ماینونه شامل دي.

افغانستان له ۱۹۷۹ څخه، چې شوروي اتحاد پرې یرغل وکړ، د جګړې او وسلو پر لابراتوار بدل شوی دی.

ځدراڼ ویلي چې موندل شوې وسلې پخوانۍ دي خو دا یې نه دي ویلي چې د کوم وخت دي اویا چا په دغه ځای کې پټې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...