یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد کابل - جلال اباد د لویې لارې د بندېدو لس ورځې...

د کابل – جلال اباد د لویې لارې د بندېدو لس ورځې پوره شوې

تاند (سې شنبه، د میزان ۴ مه) د کابل – او ختیځو ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوونکي د کابل – جلال اباد د لارې د بندېدو د دوام له کبله شکایت کوي.

دوی وايي چې نن لسمه ده چې دا لار د کابل ښار په۳ کیلومترۍ کې د ماهي پر په سیمه کې د غره د ښوییدو له کبله بنده ده.

د طالبانو حکومت موټرو ته ویلي چې د لته بند په لاره تګ راتګ وکړي خو مسافر او موټرچلوونکي وايي چې د لته بند لاره اوږده، له لوړو ژورو او خطره ډکه ده.

د کابل جلال اباد لار په ماهي پر کې د روان سپټمبر په ۱۷ مه بنده شوه، څو ځلې د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوه خو له غره څخه د ډبرو او خاورو ښوییدو دوام وکړ او بالاخره د ټولګټو وزارت له خلکو وغوښتل چې له دې لارې تر هغو کار وانخلي چې خطر یو مخ لېرې شوی نه وي.

په دې لار د کابل او د څلورو ختیځو ولایتونو ترمنځ هره ورځ زرګونه مسافر تګ راتګ کوي.

د ټولګټو وازرت نه دي ویلي چې دا لار به کله بېرته پرانیستل شي.

خو تر یوې اوونۍ وړاندې یې ویلي چې دا لاره به د يوې اوونۍ په مخه تړل شوي وي، د غرښوېدنې سيمې له پاکېدو او د سړک د ويجاړو برخو تر رغونې وروسته به بېرته پرانيستل شي.

د دې لارې له بندېدو سره هممهاله د سالنګ لویه لار هم د تونل د ترمیم په خاطر تر نامالومې مودې پورې تړل شوې ده او له دې امله د تیلو او ګازو بیې لوړې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب