تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】په تورخم د طالبانو د حکومت له لوري جوړ شوي عمري کمپ کې د طالبانو خدماتو او روغتيا کمېټې مسؤل قاري زاهدالله زاهد وایي له پاکستانه را ایستل شوي کډوال تر ثبت، تثبيت، راجستر او بايوميټرېک وروسته له مرستو برخمن کېږي.
نوموړی زیاتوي،هغه کورنۍ چې اسناد ونلري د IOM ادارې له لوري ورسره ۱۱ زره افغانۍ مرسته ورکول کېږي او هغه کورنۍ، چې اسناد ولري د کور هر غړي پر سر يو UNHCR له خوا ۳۵ امريکايي ډالره د کرايې لپاره ورکول کېږي.
زاهد زياتوي؛ دغه راز په کمپ کې د موقتي مېشتېدو پرمهال تازه راستنېدونکو کورنيو ته استوګن ځای، پخه ډوډۍ، برېښنا، صحي اوبه او نور اړين امکانات هم برابر شوي دي.
سرچینې زياته کړه؛ د پرېکړې له مخې، هرې هغې تازه راستنې شوې کورنۍ ته، چې د استوګنې لپاره کور او ځای ونه لري، د کورنۍ د غړو د شمېر له مخې، ۵ کسیزې کورنۍ ته ۵ بسوې، ۱۰ کسیزې کورنۍ ته ۱۰ بسوې او له ۱۰ تنو څخه پورته کورنيو ته ۱۵ بسوې رهایشي ځمکه د کور جوړولو لپاره په خپلو ولايتونو کې ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپریل له پیل نه د افغان کډوالو د جبري شړلو پروسه پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې د اپریل له پیله تر دې دمه پاکستان تر ۱۲۰ زره زیات افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.
یاد هېواد افغان کډوال په داسې بڼه وباسي چې د راستنو شویو کډوالو په وینا وهي ټکوي یې او آن له ځینو کورنیو د کور توکي هم ایساروي.