۲۸ اپریل ۲۰۲۵ – اسپانیا او پرتګال د یوې پراخې برېښنا پرې کېدنې له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د هسپانوي ورځپاڼې ال پاییس د راپور له مخې، د اسپانیا ټولې سیمې د برېښنا له پارچاوي سره مخ دي، او د پرتګالي چارواکو په وینا، دا یوه د ټول هېواد په کچه اختلال ده.
د راپورونو له مخې، د برېښنا پارچاوي د غرمې لږ وروسته پیل شوې، چې د هوايي ډګرونو، د تیز رفتار اورګاډو کرښو، مېټرو ګاډو، او د ښارونو ترافيکي سیستمونه یې سخت اغېزمن کړي دي.
په مادريد ښار کې د مېټرو ګاډي درېدلي او له څو مېټرو څخه مسافران ایستل شوي دي.
په ګڼو ښارونو کې د ترافيکي څراغونو د بندېدو له امله لویې ګڼه ګوڼې رامنځته شوې دي.
خلک د لفټونو په دننه کې بند پاتې شوي.
د پرتګالي رسنیو د راپورونو له مخې، زرګونه کسان د هوايي ډګرونو پر سرکښته ځایونو کې بند پاتې دي او ګډوډي روانه ده.
د اسپانیا صدراعظم پدرو سانچېز او د انرژۍ وزیر د برېښنا شبکې د اداره کوونکي مرکز ته روان دي، چیرې چې د ستونزې د حل لپاره عاجلې هڅې روانې دي.
تر اوسه د برېښنا پرې کېدنې کره علت نه دی څرګند شوی، خو چارواکي وایي ددې ستونزي د رامنځ کېدو په جدیت سره څېړنه کوي.
د چارواکو په وینا، هڅه روانه ده چې د امکان تر حده ژر د برېښنا خدمتونه بېرته عادي شي.