پنجشنبه, مې 15, 2025
Homeخبرونهد وزیرستان په واڼه کې د سولې پر کمېټې چاودنه شوې

د وزیرستان په واڼه کې د سولې پر کمېټې چاودنه شوې

تاند【دوشنبه د ثور ـ غویي ۸مه】‏د سویلي وزیرستان په واڼه کې د سولې پر کمېټې چاودنه شوې ده.

ځايي پولیسو چاودنه تایید کړې ده.

د پاکستان پولیسو ویلي، چې نن (دوشنبه) د جنوبي وزیرستان د سیمه‌ییزې سولې کمېټې په ناسته کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د پولیسو افسر عثمان وزیر ویلي، چې د چاودنې له کبله د ناسې پر مهال د ودانۍ یوه برخه هم رانړېدلې ده.

د سولې پر کمېټې د دغې چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې د تېرې (جمعې په ورځ د غويي/ ثور ۵ مه) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، په کوټه کې لس پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو په برید کې ووژل شول.

دې بېلتون غوښتونکې ډلې هغه ورځ رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، جنګیالیو یې د کوټې په لمنه کې د ریموټ کنټرول په وسیله د پاکستاني ځواکونو د کاروان په لاره کې چاودېدونکي مواد وچاودول چې په نتیجه کې یې د دوی د دښمن یوه نقلیه وسیله په بشپړ ډول ویجاړه شوه او په هغې کې ټول لس تنه سپاره پوځیان ووژل شول.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وژل شویو پاکستاني پوځیانو نومونه هم اعلان کړي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب