یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملاحسن اخوند د کابل يوه جومات ته ملا امام وټاکه

ملاحسن اخوند د کابل يوه جومات ته ملا امام وټاکه

تاند(پنجشنبه، د سرطان شپاړسمه) د طالبانو رييس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د کابل ښار د عبدالرحمان جومات لپاره ملا امام ټاکلی.

نوموړي په یوه صادر کړي مکتوب کې له خلکو غوښتي،چې د دغه ملا امام اطاعت وکړي.

هشت صبح ورځپاڼه،چې د دغه مکتوب د تر لاسه کولو خبر ورکوي، د یاد شوي ملا نوم او جزییات نه دي خپاره کړي.

مخکې د جوماتونو ملا امامان د خلکو له لوري ټاکل کېدل او دولتي اړیکې به ېې د حج او اوقافو وزارت سره وې.

د‌ طالبانو له واکمنيدو سره څو میاشتې مخکې د عبدالرحمن جومات پر امام مولوي عبدالسلام عابد تر هغې وروسته چاودنه وشوه،چې د جومات د خطيب په توګه ېې د خپل جبري منفکۍ خبره په ډاګه کړه.

نوموړي ته د طالبانو چارواکو ویلي وو،چې امامت پریږدي،خو هغه دا موضوع د جمعې ورځې د لمانځه پر مهال افشا او له خلکو مخه ښه واخيسته.

د هماغې ورځې په مازیګر د ملا عابد پر موټر چاودنه وشوه،چې یو ملګری يې پکې ووژل شو او د ده په ګډون څو تنه نور ټپيان شول.

طالبانو د افغانستان په ډېرو نورو سیمو کې هم پخواني ملایان له دندو ګوښه او پر ځای ېې خپل طالبان ملایان کړي دي.

1 COMMENT

  1. ما د فیسبوک سره د اوږد مهال وداع مخکی دا مطلب پُست کړ:
    ” قریب به مضمون ”
    ” د انسان په رګونو کی وینه د ژوند د بقاء او پائښت ضمانت کوی. دا وینه په رګونو کی هم پاکه ده او هم مهمه او ګټوره، خو چی کله له رګونو څخه راووځی او پر بدن او لباس را بهیږی نو هم ناپاکه او نجسه ده او هم زیانمنه.
    همداسی
    زموږ غوندی ټولنو کی د مُلا او روحانی شتون هم یو مهم او ړین امر دئ
    خو
    که دا مُلا او روحانی د کور او حجرې او مدرسې او نکاح او تدفین او دُعا د مراسمو د محل څخه بهر سی او د وزارت او ریاست پر چوکۍ کښېنی نو وجود او شتون به ئې دومره خیرن او ناپاک او زیانمن وی لکه د رګونو څخه را وتلې وینه.
    نه سوې پوه مُلا ګُله! “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب