شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد نړۍ 10٪ نفوس له لوږې سره مخامخ دی

د نړۍ 10٪ نفوس له لوږې سره مخامخ دی

داودجبارخیل
د نړۍ شاوخوا 10٪ نفوس هره شپه وږی بستر ته ځي.
له ۲۰۱۹ کال راهیسې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره د مخامخ شویو کسانو شمېر له ۱۳۵ میلیونو څخه ۳۴۵ میلیونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې په ۸۰ هېوادونو کې ۵۰۰ میلیونه وګړي د قحطۍ په څنډه کې دي.
دا خبره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له خوا په یوه خپاره شوي راپور کې شوې.
په راپور کې ویل شوي چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې په نړۍ کې په خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ میلیونه زیات شوی، په داسې حال کې چې په اوکراین کې جګړې په ځپلو هېوادونو کې د قحطۍ خطر زیات کړی دی.
د راپور له مخې، تېر کال په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره د مخامخ کسانو شمېر ۸۲۸ میلیونو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۶ میلیونه ډېر شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د سونګ موادو، خوراکي موادو او سرې بیې لوړې شوې چې له امله یې دا وېره شته چې په راتلونکي کال کې به د لوږې له امله د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي رییس ډیویډ بیسلي وویل، داسې خطر شته چې په راتلونکو میاشتو کې به دا شمېره د پام وړ لوړه شي.
هغه وویل چې د اوکراین د کړکیچ په پایله کې د نړۍ د تیلو، خوراکي موادو او سرې بیې لوړې شوې دي.
هغه خبرداری ورکړ: “دا وضعیت د نړۍ د بې ثباتۍ، قحطۍ او ډله یزې بې ځایه کیدو لامل کیدی شي. موږ اړتیا لرو چې نن ورځ اقدام وکړو ترڅو د ناورین مخه ونیسو.”
د راپور له مخې په افغانستان کې څلور نیم میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د خوارځواکۍ له خورا خطرناک ډول سره مخ دي، چې د دغو ماشومانو د مړینې خطر یې ۱۲ برابره زیات کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې ۱۴۹ میلیونه کسان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي د اړینو غذایي موادو د نشتوالي له امله د دوی فزیکي وده په ټپه ولاړه ده.
ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰ کال پورې له نړۍ څخه د لوږې د له منځه وړلو هدف ټاکلی، خو اوسنیو حالاتو ته په کتو داسې وېره شته چې تر هغه وخته به په نړۍ کې د خوارځواکۍ د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۶۷۰ میلیونو ته ورسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې د کرنې په پالیسۍ کې پرېکنده بدلونونه راولي چې د قحطۍ مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب