شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد ملي مقاومت جبهه په تاجکستان کې له طالبانو سره خبرې کوي

د ملي مقاومت جبهه په تاجکستان کې له طالبانو سره خبرې کوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۶ مه) د روسیې سپوتنیک خبري اژانس وايي، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه غواړي چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو له استازو سره غونډه وکړي.

د اژانس پر اساس، تراوسه پورې د دې غونډې نېټه څرګنده نه ده خو په پام کې ده چې له طالبانو سره په دې ناسته کې ټولټال ۵۰ تنه د ګوندونو استازي، مخور، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه ګډون ولري.

سپوتنیک په ملي مقاومت جبهه کې د خپلو سرچینو په قول ویلي چې د دې غونډې هدف اوسني بحران ته د حللارې موندل او د افغانستان د ټولو سیاسي قوتونو په ګډون د ټولګډونه حکومت جوړول دي.

په همدې حال کې اسیا پلس خپرونې د سوپتنیک د راپور په اړه په تاجکستان کې د افغانستان له سفارته معلومات غوښتي خو سفارت ویلي چې په دې باب معلومات نه لري.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د معلوماتو له لرلو انکار کړی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي «دوی دا موضوع نه تاییدولی او نه هم ردولی شي.»

طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

 اسیا پلس په دوشنبې کې د طالبانو له استازو سره د احمد مسعود غونډه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له سفر سره تړلې بولي او وايي، وروسته له دې چې د جون په ۲۸ مه ولادیمیر پوتین دوشنبې ته لاړ په دغه ښار کې د طالبانو او د هغو د یو شمېر مخالفانو د غونډې موضوع مطرح شوې ده.

پوتین او علي رحمان د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه.

د احمدمسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د روان لمریز کال په لومړیو کې په پنجشېر او بغلان ولایتونو کې ځینې خوځښتونه وکړل خو اوس داسې معلومېږي چې طالبان توانېدلي د دې جبهې مقاومت وځپي.

1 COMMENT

  1. تاسو ته معلومه ده چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه یو سمتي او د یوه قوم وړه برخه ده او له بلې خوا د هغوی بیرغ هم د افغانستان نه دی ، بنا ملي نشو ورته ویلي. ښه به دا وي چې هغې ته د احمد مسعود د مقایومت جبهه ووایو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب