یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد میرګي ناروغۍ، ډولونه او درملنه/ ډاکټر انتظار احمد همدرد

د میرګي ناروغۍ، ډولونه او درملنه/ ډاکټر انتظار احمد همدرد

په ژوند کې به ډیر ځلې له داسې خلکو سره مخ شوی یاست یا به مو لیدلي وي چې په ناڅاپې ډول یې سترګې ښکته یا پورته خواته په ډیرې تیزۍ سره حرکت کوي، خپله خوله یوې او بلې غاړې تاووي او بې اختیاره یې پښې او لاسونه یوې او بلې خوا ته کږیږي حتا بې هوښه کیږي، ځینې وختونه په هوښ وي، عحیبې خبرې یې له خولې وځي چې زمونږ ډېری خلک وايي پیري نیولی دی.

په ځینې لیرې پرتو سیمو کې یې  لیونی یا پیریانۍ بولي.

دغه ډول خلک په ټولنه کې  خپل شخصیت له لاسه ورکوي خلک یی په پیری نیولی او لیونی بولي چې د ټولنې عام  خلک ورسره ناسته نه کوي، حتا کورنۍ  یی له ملګرو سره یوځای ګرځیدنې ته نه پریږدي او یا هم په خپل چاپیریال کې د خوشحالیو په مراسمو کې لکه په  ودونو کې ګډون،  له ملګرو سره یوځای ناستې او ګرځیدو څخه محرومیږي .

زمونږ په هیواد کې له بده مرغه د دې ډول خلکو د درملنې لپاره کورنۍ غړي  یې پر زیارتونو ګرځوي، د زیارتونو مالګې پرې خوري، حتا ځينې وختونه یی په شپو شپو په زیارت کې یواځې پریږدي، حتا د قبر ترڅنګ یی بیدوي  چې دا پخپل لاس د نوموړي کس د وژلو سبب کېږي، ناروغ له ویرې څخه په نورو رواني ناروغیو اخته شي حتا د ناروغ د مړینې خطر شته.

په ځینو ځایونو کې د ناروغ لپاره له لیرې پرتو سیمو دم شوی مالګې راوړی او پاکټ پاکت دم شوي مالګې پرې خورئ حال دا چې مالګه په طبابت کې  د سپینو زهرو په نوم یادیږی او ناروغ په خپل لاس په نورو ناروغیو اخته کوي.

زموږ عصبي سیسټم دبي شمیره او د ميلياردونو حجرو څخه جوړ شوي او د دې حجرو ترمنځ الکترونيکي برقي رابطې شته او په يو منظم سيسټم کار کوي، که د دغو حجرو ترمنځ الکترونيکي شبکه په ناڅاپي ډول غير منظمه شي نو د الکترونو د  تخليه لامل ګرځي چې اعصاب غير نارمل تحريکیږي او د ميرګي ناروغي منځته راوړي یعنې میرګي  یو ډول عصبي ناروغۍ ده چې په انګلیسي ژبه کې ورته ایپیلاپسې وایی اوزمونږ  په ولسي ژبه کې ورته میرګي وایی چې دغه ناروغۍ د دعصبي سیسټم د بریښنایي الکترونو ترمنځ داختلا ل یا ګډوډیو څخه رامنځته کیږي .

د میرګي ناروغۍ نښې:

۱ـــ خولې څخه د لاړو راوتل.

۲ـــ د بدن په غړو کې لړزې ته ورته حرکتونه.

۳ـــ د برید په جریان کې ناروغ رنګ الوتل یا خیره کیدل.

د متیازو او غایطه موادو بې اختیاره کیدل.

د خولې  او سترګو بې نظمه حرکتونه .

د خولې څخه یی ځګونه راتلل .

د نارغ د سترګو کږیدل.

د ژبې چیچل.

د لاسونو او پښو قاتیدل .

په بې اختیارې سره ناروغ خپلې پښې او لاسونه ښې او کیڼې خواته وهي.

بې هوښه کیدل.

د ژبي چيچل.

د ګیډې ګډوډۍ .

د بوې او خوند د حس کولو تغیریدل.

سیانوز یا د پوستکې رنګ کبود یا ابې کیدل چې ځینو غړې د بدن د اکسیجن له کمښت سره مخ کیږي.

د میرګي ناروغۍ د پیداکیدو عوامل :

۱ــــ د زیږون په وخت کې د ماشوم اعصاب بي اکسیجنه پاتې کيدل يا اعصابوته لږ اکسیجن رسيدل .

۲ــــ د زیږون پر وخت عصابوت ه زیان رسيدل .

۳ـــ کروموزومي ناروغي .

۴ــــ په مغزو کې د التهاب پيدا کيدل.

۵ــــ په مغزو کي د ميکروبونو پيدا کيدل لکه منینجیټ او انسفالیټ.

۶ــــ دماغي سرطانونه.

۷ــــ د مغزو د رګونو ناروغۍ لکه د مغزو وینه بهیدنه او د مغزو ترومبوز.

۸ــــ پر دماغو ضربه وارد کيدل چې ناروغ خپل شعور له لاسه ورکړئ او هیر جنتوب په  ناروغ کې  تر نیم ساعتو زیات دوام ومومي.

۹ـــ په ماشومانو کي لوړه تبه.

۱۰ـــ د حامله توب پر وخت د مور له خوا د سګريټو څکول .

د دغو عواملو په وسطه د میرګي ناروغۍ خطر زیاتیږي!

۱ــ لږ خوب ، بي نظمه خوب.

۲ـــ په زيات مقدار الکول څښل.

۳ـــ لوږه.

۴ـــ خپګان.

 ۵ــــ ناڅاپه په اور سوځيدل.

 ۶ــــ د ازموینو تشوش.

۷ــــ په ښځوکي مياشتنۍ دحيض پړاو

۸ــــ د نشه یي درملو کارول لکه نارکوټیک کورنۍ درملونه.

۹ــــ قهوه څښل.

دا ټول هغه شيان دي چه دميرګي ناروغي په تکرار کيدو کي عمده  رول لري.

د میرګي ناروغۍ ډولونه :

میرګي په عمومي ډول په دوو برخو ویشل شوی دی

برخه ایز میرګي :

چې د مغزو له یوې قشرې برخې څخه پیل کیږي .

۵۰ سلنه په میرګي اخته کسان له دغه ډول میرګي څخه شکایت کوي.

 برخه ایز میرګي په دوو لویو ګروپونو ویشل شوی دی.

ساده برخه ایزمیرګي:

په ساده برخه ایز میرګي کې ناروغ  په هوښ وي او د ناروغ په یوې غړې کې لکه پښه یا لاس مکرر تقلصي حرکتونه لیدل کیږي.  

په ساده برخه ایز میرګي کې ناروغ د خپل حواسي اعراضو په ډول سره لیدل کیږي لکه د روښنایی یا روښانه رنګ په لیدلو سره ممکن په ناروغ حمله راشي.

پیچلې برخه ایز میرګي :

په پیچلې برخه ایز میرګي کې  د ناروغ په شعوري حالت کې بدلون راځي مګر ناروغ  په مکمل ډول سره خپله هو ښیارتیا دلاسه نه ورکوي.

د حملې په وخت کې ناروغ د ساده خبرو په مقابل کې عکس العمل نه ښیئ او داسې انګیرل کیږي  چې ممکن ناروغ خوب ویني، هغه خلک چې په پیچلې میرګي اخته وي نو له ځانه ممکن عجیبه حرکتونه وښیی لکه سترګګ وهل ، ریږدیدل اویا د خولې حرکتونه چې ددغو حرکتونو تکراریدل داټوماټیزم په نوم یادیږي.

په دغه ‌ډول میرګي کې ناروغ اورا ( ځینې عجیب او غریب  احساس لکه ناروغ وایي په نس  یې موټر ګرځي ، په نس باندې ځینې حشرې همدارنګه نه خوښیدونکې بویونه او یا تصورونه)  ګوري کوم چې په رښتینې ډول سره شتون نه لري.

خپریدونکې میرګي:

په دغه ډول میرګي کې مغزې ناڅاپې حملې د د ماغ دواړو برخو ته خپریږي .

دغه ډول میرګي په دوو برخو ویشل کیږي .

ټونیک کلونیک میرګي:

په دغه ډول میرګي کې لاندې نښې په ناروغ کې لیدل کیږي.

۱ـــ خولې څخه د لاړو راوتل.

۲ـــ د بدن په غړو کې لړزې ته ورته حرکتونه.

۳ـــ د برید په جریان کې ناروغ رنګ الوتل یا خیره کیدل.

۴ـــ د متیازو او غایطه موادو بې اختیاره کیدل.

۵ـــ د خولې  او سترګو بې نظمه حرکتونه .

۶ـــ د خولې څخه یی ځګونه راتلل .

۷ـــ د نارغ دسترګو کږیدل.

۸ـــ د ژبې چیچل.

۹ـــ د لاسونو او پښو د عضلاو د سپاسم  کیدلو سبب ګرځي .

۱۰ـــبې هوښه کیدل.

۱۱ـــ د ژبي چيچل.

تر ډیره بریده ممکن د میرګي په دغه ډول کې ناروغ په خپل بدن باندې د پخوانیو ترضیضاتو او سوزیدنې نښې ولري.

ټونیک کلونیک میرګي په ټولیز ډول سره په ناروغ باندې دیواځې والې او خوب  په وخت کې ناڅاپې حمله کوي.

ټونیک کلونیک میرګي په دریو نورو فرعي برخو ویشل کیږي چې عبارت دي له:

ټونیک پړاو:

په دغه مرحله کې ناروغ له لاندې نښو سره لیدل کیږي:

د څنګل پورته تلل او دملا د غځیدنې سره پیل کیږي او د پښو او لاسونوپه غځیدنې سره دوام مومي ، له دغه حالت سره یوځای  د تنفس دریدل چې په دوهمې ‌ډول سره د وچې غاړۍ د سپاسم لامل ګرځي.

د ناروغ نبض چټکیدل ، دوینې فشار لوړیدل او خولی کیدل په ټولیز ډول سره شاملې دي.

د ټونیک مرحله د لسو څخه تر شلو ثانیو پورې دوام کوي.

د کلونیک پړاو :

دمیرګي په دغه ډول کې په ناروغ کې لاندې نښې لیدل کیږي.

عمومي لړزیدنه چې د عضلاتو اتوني مرحلې د مکررو عضلاتو د تقلصي حرکتونه په نوبتي ډول سره  لیدل کیږي.

د هر نوبت په تکراریدلو سره دناروغ د سترګو کسې پراخیږي.

دعضلاتو د سستۍ مرحله په تدریجي توګه اوږدیږي تر هغه وخته پورې چې وروستۍ سپاسم تر سره شي.

دغایطه موادو بې اختیاري کیدای شي د کلونیک د مرحلې په اخر کې هغه وخت چې ساینسونه استرخا کوي منځته راځي.

ناروغ د ساه لنډۍ سره مخامخ کیږي.

دکلونیک مرحله د یو څخه تر ۲ دقیقو پورې دوام کوي او کم څه کم له ۳۰ ثانیو څخه ډیر اوږدیږي .

د حملې څخه وروسته پړاو:

په دغه مرحله کې د  ناروغ بدن بی حسه کیږي ،  د ناروغ تنفس بیرته عادي کیږي او ناروغ د یو لنډ خوب څخه وروسته ویښیږي او لږخوبولۍ وي.

ناروغ د سردرد اوعضلو له دردونو څخه شکایت کوي.

ناروغ دحملې له وخت څخه هیڅ شی په یاد نه لري.

غایب میرګي :

دغه ډول میرګي ډیری ځلې په ماشومانو کې لیدل کیږي.

معمولا مور او پلار او ښوونکې یی په ښوونځیو کې داسې ګمان کوي چې ماشوم ځانته پاملرنه  نه کوي او نه غواړي چې خپلو مشرانو ته غوږ کیږدئ.

په دغه ډول میرګي کې د ناروغ سترګې یوې خواته پاتې کیږي او یا هم پورته خواته څرخیږي.

کله چې د ناروغ کس سره غږیږو نو ځواب نه ورکوي.

حمله سمدلاسه پیل او له ۳۰ ثانیو څخه په کم وخت کې له منځه ځي او ناروغ په هغه کار چې بوخت وو ، له حملې وروسته بیا ځلې هغه کار ته  دوام ورکوي.

عکس العمل ښودونکې یا رفلیکس میرګي:

په دغه ډول میرګي کې پر ناروغ ناڅاپې حملې د بهرنیو تنبهاتو په واسطه تحریک کیږي.

ځینې بهرني تنبهات په لاندې ډول سره دي:

د پوستکې د پاسه د تماس په واسطه د میرګي حملې تحریک کیږي.

لوړغږ حتا کله کله عادي غږونه هم د میرګي د تحریکیدو لامل ګرځي ، چې د دغې نوعې میرګي  د اکوسټیک محرک میرګي په نوم یاديږي.

د موسیقي دالاتو غږونه یا د ترافیکو یا د موټر هرنډ ته ورته غږونو په واسطه دمیرګي تحریکیدلو ته موزیکوجنیک میرګي ویل کیږي.

کله کله د ځینو شیانو په لیدوسره  لکه د تیلیفون ، کمپیوټر او  تلویزیون په کتلو سره د  میرګي د تحریکیدو لامل ګرځي  چې د فوټو میرګي په نوم یادیږي.

د میرگی د حملې پر وخت د ژغورنې لارې چارې:

۱ـــ مرسته کوونکې کس باید خپل ارامتیا حفظ کړئ او ناروغ سره دی مرسته وکړئ .

۲ـــ کوښښ وکړئ چې ناروغ ته له ۲څخه تر ۳ دقیقو پورې په تمه شئ ، تر څوناروغ بیرته نارمل حالت ته وګرځي او ناروغ مه پریږدئ چې ځانته ضرر ورسوي ځکه په هغه حالت کې ډیر ځلې ناروغ په هوښ نه وي .

۳ـــ د ناروغ د شاوخوا څخه ټول ضرري شيان ليري کړئ چې ناروغ ځانته د حملې پروخت کې ځانته ضرر ونه رسوي لکه چاقو ، ښیښه ،تیږې چاړه ، اوسپنه، ګرمي او جوش اوبه ، بخاري او برقي وسایل … نور په ټولیز ډول سره هر هغه څه چې ناروغ ورسره د تماس په صورت کې ضرر ویني.

۴ـــ ناروغ پر بغل څملاستي اوپري باسي تر سر يي نرم بالښت لاندې کړئ.

۵ـــ  دناروغ خوله خلاصه کړئ ، که دناروغ په خوله کې اضافه یا خوراکې توکې لکه خاورې ،خواړه یا ځګ وي نو  هڅه وکړئ چې لومړې د ناروغ د خولې څخه پورته یا د شوي توکې وباسئ او خوله یی پاکه وساتئ.

چې د خولې څخه یی دبدن دننې خواته يي ولاړ نشي، د ناروغ  خوله په یوه پاکه ټوټه پاکه کړئ او هڅه وکړئ چې ناروغ خپله ژبه ونه چيچئ .

۶ـــ  دناروغ دحملې په وخت کې هیڅ شی ناروغ ته مه ورکوئ حتا درمل هم دخولې له لارې مه ورکوئ .

۷ـــ که ناروغ  کلکي اوسختي جامې په تن وي هڅه وکړئ چې تنګې جامې یی خلاصې کړئ  لکه دنيکټايي خلاصيدل دپتلون خلاصيدل تر څو ناروغ  په راحت شکل تنفس واخلي.

۸ـــ د ناروغ دحرکتو مخنيوي مه کوئ ، یوازې ناروغ  تعقيب کړئ چه ځان ته ضرر ونه رسوئ .

۹ـــ کوښښ وکړئ چه دخولي لاړي او ځګونه يي په سالم شکل له خولې څخه  پاک کړئ.

ـــ ناروغ ته دخولي دخلاصيدو په مقصد ذني ته یی زيات زور مه ورکوئ. ۱۰

۱۱ ـــ په ماشومانو کي چه کله حمله ډير وخت ونيسي نو دمقعد له لارې ناروغ ته درمل ورکول کيږي، چې ددرملو  په ورکولو ناروغ  نارمل حالت ته راګرځي مګردرمل باید  د ډاکتر دلارښوونئ  مطابق وکاروئ.

د میرګي ناروغۍ تشخیص:

۱ـــ د ناروغ ۹۰ سلنه سمه او دقیق تشخیص لپاره  د تاریخچې اخیستنه ده .

۲ــــ نیورولوژیکې معاینې.

۳ــــ د ناروغ دوینې ازمایښتونه .

یا د الکترو انسفالوګرافي .EEG ۴ـــــ د

د ميرګي ناروغۍ درملنه

دمیرګي د حملو دکمولو لپاره لاندې ټکې په نظر کې ونیسئ:

۱ـــ کافي خوب وکړئ، ځکه که  د واده په لومړی شپه یا د ملګرو سره د شپې تر ناوخته کیناستل دمیرګي دحملې لامل ګرځیدلی شئ.

۲ـــ ناروغ دی ځان له هغو کارونو څخه چې د اوبو په شاوخوا کې ترسره کیږي لکه  حوض ، سیند ته دلمبا لپاره ولاړ نه شئ .

۳ـــ ناروغ دی هڅه وکړئ ، چې ځان د روښنایی کتلو ، د لوړو غږونو یا د موسیقي دالاتو ډیر لوړ غږونو څخه ځان وساتئ، کیدای شي د رفلیکس میرګي د حملو سبب شئ.

۴ـــ  دالکولو څښلواو نورو نشه یی توکو له کارولو څخه  کلکه ډډه وکړئ.

۵ـــ که ناروغ ښځینه وي، د حامله ګۍ په وخت کې د ناروغ حمله ډیریږي ، باید ناروغ ته جدي پاملرنه وشئ.

۶ـــ ناروغ  دی هڅه وکړئ چې ډیر شدید سپورټ ونه کړئ ځکه کیدای شئ د میرګي د حملې سبب شي.

۷ـــ د ډاکټر د نسخې مطابق درمل وکاروئ حتا له میرګې پرته د هرې ناروغۍ لپاره د ډاکتر د نسخې مطابق درملونه وکاروئ.

۸ـــ د زیږون څخه مخکې، د مور په دوامداره ډول کنټرول د ځینو ناروغیو لکه دوینې لوړ فشار، میکروبونو رامنځته کولو  او د ځینو خطرونو لکه د جنین د مغزو ژوبلیدل او ځینې بهرنې عوامل چې ناروغ ته ضرر ورسوي باید یی مخینوی وشئ.

۹ـــ په ماشومانو کې دلوړې تبې کنټرول.

۱۰ـــ د پرازیتې او میکروبي ناروغیو کنترول

۱۱ـــ د مغزو دترضیضاتو مخنیوی .

۱۲ـــ په موټرونو کې د کمر بند تړل او د موټر سایکل د چلولو پر وخت کې د خوندیتوب خولۍ څخه ګټه واخلئ.

۱۳ـــ دميرګي دناروغۍ لپاره درملونه شته چې ددغو درملو دنده په بدن کې دا دی چې د اعصابو  دزيات تحريک څخه ساتئ، تر ډيرحده دعصبي سيستم په الکترونيکي سيستم کي دچارچو توازن نارمل ساتي.

۱۴ـــ د درملو په استعمال سره ناروغي په مکمل ډول دمنځه نه ځي ، د درملو کارول تر ډيره حده د ميرگي دحملو مخه نيسي، درمل په منظم ډول او په منظم مقدار باید وکارول شئ، که چيري د درملو کارول پريږدئ او ناروغ  تر ډيره وخته حمله ونه ويني دا په دي مانا نه ده چه ناروغۍ  دمنځه تللئ ، د درملو  په پريښودلو سره د تکرارې حملو احتمال ډير لوړ دي خو په ځينو انسانانوکي د درملو په کارونې سر بيره هم ځینې وختونه حملي تکررايږي.

د میرګي د کنټرول لپاره د له لاندینې درملو څخه ګټنه وکړئ!

۱ــــ و الپرویک اسید په ورځ کې ۲۵۰ څخه تر ۷۵۰ ملي ګرامه ورکول کیږي.

۲ــــ کاربامازپین  په ورځ کې ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ ملي ګرامو پورې توصیه کیږي مګر باید  په ورځ کې د کاربامازپین ډوز له ۱۰۰۰ ملي ګرامو څخه زیات نه شئ.

۳ــــ فینو باربیټال زمو نږ په هیوا د کې ډیری ترې ګټه نه اخلې مګر په پرمختللې هیوادونو کې کې د میرګي ناروغیو د لومړی کرښې درملو په هیڅ ترې کار اخلئ.

۴ــــ فینو باربیټول په ورځ کې ۶۰ څخه تر ۲۰۰ ملې ګرامو پورې ورکول کیږې.

۵ــــ که چیرې ناروغ دوامداره او ژوند ګواښونکې میرګي ولري ، د حملې وخت یی اوږده وي ، یا ناروغ د حملې په وخت کې خپل شعور له لاسه ورکوي او یا که د ناروغ دحملې وخت تر لسو ۱۰ دقیقو زیات دوام ومومي نو باید  ډیازیپم وریدې ورته ورو  ورو په څو دقیقو کې  د پیچکارې په واسطه ترزیق شئ.

ډیازیپم له پنځه کلنې کم عمره ماشومانو ته ۵ پنځه ملي ګرامه تجویز کیږي.

د پنځو تر لسو کلو ماشومانو ته ۱۰ ملي ګرامه تجویز کیږي.

د لویانو لپاره ۲۰ ملي ګرامه تجویز کیږي.

۶ـــ که چیرې د ډیازپین په تجویز سره بیا هم په ناروغ کې د میرګي حمله ونه دریده ،نو نیم ساعت وروسته د ډیازپین د ترزیق وروسته بیا ناروغ ته ډیازپین ترزیق کړئ.

۷ـــ هڅه وکړئ چې د ورید له لارې ډیازیپم ناروغ ته ورکړئ او که  دوریدله لارې تجویز مساعد نه وو،  نو د پلاستیکې سرنج په واسطه د مقعد له لارې ډیازیپم ناروغ ته تطبیق کړئ.

۸ـــ کله چې دوامداره او ټینګ میرګې د ډیازیپم له تطبیق وروسته نارمل حالت ته وګرځیده نو بیا ناروغ ته فینو باربیټال  د ۳ ملي ګرامه د ناروغ د هر کیلو ګرامو لپاره د عضلې د پیچکارې له لارې توصیه کیږي.

3 COMMENTS

  1. محترم ډاکټر صاحب سلامونه او نیکی هیلی می اومنه پدی هیله چی روغ او جوړ به یاست
    زما واحدالله ده او دخوست ولایت اوسیدونکه یم
    محترما زه په کورکی یو مریض لرم چی هغه زما میرمن ده هغه یو مشکل لری هغه داده چی هغی باندی یو حالت راځی کله چی هغه حالت ورباندی راشی هغه له خپل کنترول نه وځی دومره زور کوی چی د هغی یو لاس په دوو نفرو هم نه نیول کیږی سوک وایی میرګی دی سوک وایی مغز یی خراب دی او سوک وایی چی کوډی ورباندی شویدی اوسوک وای چی پیریان دی موږ نه ورکه ده لاره سه وکړو سوک وایی معده یی خرابه ده دواره واری مو معد ورته ومینځله بیا هم جوړه نه شوه دمغزو سیټی سکین می هم ورته وکړل په کابل کی هیڅ مشکل پکی نه وو ټول نارمل وو او س ماته یو ه مشوره راکړی

  2. سلامونه او نیکې هیلې ! ښه راغلاست ورور . که امکان ولري د ناروغ ټسټونه مو ماته واستوئ ، زه به خپل هر ډول مرستې له تاسې نه سپموم . درنښت ډاکټر انتظار احمد همدرد ( ترکیه ـ انقره )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب