پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهافغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې دوهمه سیالي هم په ډیر...

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې دوهمه سیالي هم په ډیر توپیر وبایلله؟

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸مه) افغانستان د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې دوهمه مسابقه هم په خورا ډیر توپیر وبایلله.

افغان لوبډلې چې پچه ګټلې وه، له فشار څخه د خلاصون لپاره لومړی بیټنګ وکړ. د افغان بټسمنانو له توپ ویشتنې څخه له ورایه ښکاریده چې تر سخت فشار لاندې دي او په لومړیو اورونو کې یې هیڅ رنز نه شوای اخیستی.

افغانستان د ۸ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۵۰ اورونو کې ۲۷۲ منډې وکړې.

که څه هم له دې نظره چې افغان لوبغاړو خپل پنځوس اورونه ولوبولی شوای، مثبته خبره ده خو مسابقه یې بیا هم په ډیر توپیر وبایلله. هند دا سیالي په ۸ ویکټونو او ۹۰ اضافي توپونو وګټله.

د هند دوه لوبغاړي راشدخان وسوځول.

روهیت شرما، چې په ۸۴ توپونو یې ۱۳۱ منډې وکړې، د هند بری یقیني کړ.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي او کیپتان حشمت الله شهیدي په نسبي ډول ښه بیټنګ وکړ. عمرزي په ۶۹ توپونو ۶۲ منډې او شهیدي په ۸۸ توپونو ۸۰ منډې وکړې.

له نجیب ځدراڼه پرته چې صرف دوې منډې یې وکړې، نورو ټولو باولرانو څه نا څه منډې وکړای شوې. مثلاً ګوربز، په ۲۸ توپونو ۲۱، ابراهیم ځدراڼ په ۲۸ توپونو ۲۲، رحمت شاه په ۲۲ توپونو ۱۶، محمد نبي په ۲۷ توپونو ۱۹، راشدخان په ۱۲ توپونو ۱۶، مجیب الرحمان په ۱۲ توپونو ۱۰ او نوین الحق په ۸ توپونو ۹ منډې وکړې. وروستي دوه ونه سوځېدل.

د ترکیب له نظره د افغانستان ټیم ډېر مناسب ښکاري. که د نجیب الله ځدراڼ پر ځای، چې په وروستیو کې، په تیره بیا له پاکستان سره په سیالۍ کې له ژوبلېدو وروسته په فورم (فام) کې نه دی راغلی، ګلبدین نایب غوره شوای وای ښايي د ټیم ترکیب به لا ښه و.

خو پوښتنه دلته ده چې د هند په وړاندې ولې د افغانستان ټیم نن ډېره کمزورې لوبه کوله؟ حال دا چې د هند او پاکستان، د هند او سریلانکا ډېر زیات توپیر نه شته. افغانستان له سریلانکا تمریني مسابقه وګټله او پر پاکستان یې سیالۍ په دومره توپیرنه دي بایللي.

داسې ښکاري چې افغان لوبغاړي تکړه سایکالوژیست ډاکتر ته اړتیا لري څو تر مسابقې مخکې د روحیې ورکولو په برخه کې له لوبغاړو سره کار وکړي.

افغانستان په روان نړیوال جام کې لومړۍ مسابقه پر بنګله دېش هم په ډېر توپیر بایللې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب