یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي: نړیوالې اړیکې مو د پرمختګ په حال کې دي

امیرخان متقي: نړیوالې اړیکې مو د پرمختګ په حال کې دي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۸مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، چې له نړیوالو سره یې د رژیم اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي دا څرګندونې د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي یعقوب علي نظري په مشرۍ اقتصادي او سوداګریز پلاوي سره دلیدنې پر مهال کړي دي.

دغه طالب مقام په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یو شمېر اروپا مېشتو افغان سفارتونو له اړخه دوی سره د تعامل خبر ورکړی.

په دې ترڅ کې په ایټالیا کې د افغانستان سفارت د طالبانو اړونده ادعا بې اساسه ګڼلې او ویلي، چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني.

طالب چارواکي یادې څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې د هرات زلزله ځپلو سره د نړیوالو د ناڅیزه مرستو یو اصلي دلیل له نړیوالو سره د طالبانو د رژیم کمزوری تعامل او د دوی نه په رسمیت پېژندل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب