Home+د لوچنیا پاروټي ۸۸ کالیزه

د لوچنیا پاروټي ۸۸ کالیزه

تاند- له نن څخه ۸۸ کاله پخوا د ۱۹۳۵ م کال د اکتوبر په ۱۲ مه لوچینیا پاواروتي (Luciano Pavarotti) وزېږېد.

پاواروتي د ایټالیا په مودنا کې زېږېدلی او په همدغه ځای کې یې سا پرې کړې ده.

دی په نړۍ کې د اوپرا تر ټولو مشهور سندرغاړی ګڼل کېږي.

که څه هم پاواروتي په زلمیتوب کې د فوټبال سخت مینه وال و او د خپل ښار د لوبډلې ګولکیپري یې کوله خو اصلي استعداد یې په اوپرايي سندرو کې و او له همدې درکه یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

له ماشومتوبه د ده لوړ ږغ د ډاکترانو په شمول د خلکو پام ځان ته اړولی و. ویل کېږي چې د زېږېدو په لومړیو ورځو کې د لوچینیا لوړ ږغ او بوغارو ډاکتران حیرانه کړي وو خو څوک نه يوهېدل چې نوموړی به یوه ورځ د نړۍ تر ټولو ستر اوپرايي سندرغاړی کېږي.

پاواروتي د ۲۰۰۷ د سپټمبر په ۷ مه مړ شو. دی په سرطان اخته و خو د مړینې خبر یې د ډیرو لپاره په دې خاطر ناببره و چې تر مړینې مخکې د هغه د سرطان د ښه کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

خو ډاکترانو وویل چې پاواروتي ډېر سیګرېټ څکول او وزن یې زیات و. د ده وزن ۱۳۰ کیلو ته رسېده او عمر یې هم په نسبي ډول ډېر و.

د ده د مړینې خبر ډېر ژر د ټولو رسنیو سرټکی شو او حتي د امریکا د ولسمشر ډونالډ رېګن او د روسیې د ولسمشر یلڅین د مړینو تر خبرونو یې هم زیات پام ځان ته واړاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...