پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهله دوحې ناستې وروسته پر افغانستان د مالي بندیزونو د کمېدو هیله...

له دوحې ناستې وروسته پر افغانستان د مالي بندیزونو د کمېدو هیله مندۍ

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د دوحې له درېیمې ناستې وروسته د طالبانو رژیم هیله من دی چې پر افغانستان د نړیوالو مالي بندیزونو سطحه راکمه او ان پای ته ورسول شي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، چې په دوحې ناسته کې د طالبانو د رژیم د پلاوي مشري کوي، د دوحې د ناستې د دویمې ورځې په پای کې ویلي چې په دغه ناسته کې د دوی په غوښتنه د ملګرو ملتونو او طالب رژیم تر منځ پر دوو کار ډلو جوړولو هوکړه شوې ده.

د سرچینې په وینا، یوه دا کار دله د خصوصي سکتور او بله هم د نشه یي توکیو خلاف د مبارزې په اړه دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب ویلي، چې دوی په دوحې ناسته کې د افغان خصوصي سکتور د ستونزو حلیدو په اړه ښو پرېکړو ته هیله من دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمه کنګل کړه، چې یوه برخه پیسې یې د افغانستان د خصوصي سکتور اړوندې وې.

د دغو پیسو له کنګل کېدو او پر افغانستان له نورو مالي بندیزونو وروسته افغانانو او په ځانګړي ډول خصوصي سکتور ته د ګڼو زیانونو خبر ورکړل شوی او تل یې د حل غوښتنې شوې دي.

4 COMMENTS

  1. نه پوهېږم چی د «غونډی» په عوض کی ولی د «ناستی» کلمه، چی د فاړسی ژبی نه یوه کاپی سوې اصطلاح ده، کارول کیږی. کوای سی څوک په دې باب راته معلومات راکړی, ممنوندوېه به مو یم.

  2. نه پوهېږم چی د «غونډی» په عوض کی ولی د «ناستی» کلمه، چی د فاړسی ژبی نه یوه کاپی سوې اصطلاح ده، کارول کیږی. کولای سی څوک په دې باب راته معلومات راکړی, ممنوندوېه به مو یم.

  3. ستاسو دا خبره ټیک او ډیره په ځای ده. موږ غونډه لرو. چې فارسي کې د غونډه په برابر څه نشته یا یې ماته څرک نه لګیږي. د نشست هم له جلسې را اخستل شوی. خو دا به ډیره ښه وي چې غونډې ته خپل ویی وکارو. موږ هغه وخت باید له نورو ژبو یو څه را پور کړو چې په پښتو کې یې ونه لرو.

  4. ناسته یو عمومی مفهوم دی، ممکن فقط فردی حالت ولری ( مثلاً کتاب یا کمپیوټر یا اشترینګ ته ناسته یا مثلاً د ښځو خبره، د نس ناسته ) یا جمعی حالت ولری ( د دوو یا څو کسانو تر منځ ناسته ) خو ” غونډه ” یو خاص حالت دی چی د دوو یا ډیرو کسانو تر منځ د یوی مشخصی موضوع د څیړلو په موخه تر سره کیږی او فردی حالت نلری. بناءً ” غونډه ” مناسبه کلمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب