دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهمظاهره چیانو په خیبرپښتونخوا کې د «عزم استحکام» له عملیاتو سره مخالفت...

مظاهره چیانو په خیبرپښتونخوا کې د «عزم استحکام» له عملیاتو سره مخالفت وکړ

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له لوري د عزم استحکام پوځي عملیاتو پر ضد مظاهره وشوه.
د بېلابېلو قومونو مشرانو، مخورو او د سیاسي ګوندونو غړو له عملیاتو سره د مخالفت د اعلانولو په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې په دې اړه دې خپله پرېکړه لغوه کړي.
لاریونوالو پر حکومتي چارواکو او پوځي مشرانو تور پورې کاوه، چې دوی د عملیاتو په پلمه یو ځل بیا غواړي چې پښتانه له خپلو کلیو بانډو وشړي او د دوی ټوله شتمني لوټ او تالان کړي.
 
د دوی اشاره په ۲۰۱۴ کال کې د ضرب عضب عملیاتو ته وه چې په ترڅ کې یې پاکستاني پوځیانو د زرګونو وزیرستاني قبایلو کورونه او مارکیټونه له خاورو سره خاورې کړل او د کور وسایل یې ورلوټ کړل.
همداراز د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې زرګونه کسان بې درکه کړل شول چې لا یې هم مړ ژوندی نه دی معلوم.
لاریونوالو دا غوښتنه هم کوله، چې د دوی نیول شوي کسان دې ژر تر ژره رخوشې کړای شي او د دوی د سیمې امنیت دې سیمه‌ییزو مشرانو ته وسپارل شي.
 
د پاکستان پوځ په خیبرپښتونخوا اوبلوچستان کې د عزم استحکام په نوم د پراخو عملیاتو اعلان کړی دی.
 
تر دې مخکې هم یو شمېر سیاسي ګوندونو د پاکستان له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب