دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهمجاهد: په راتلونکې کې به سیاسي فضا پرانستل شي

مجاهد: په راتلونکې کې به سیاسي فضا پرانستل شي

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له قطره تر راستنېدو وروسته په یوه مرکه کې وویل چې په راتلونکي کې به د افغانستان سیاسي میدان پرانستل شي.

ذبیح الله مجاهد وویل: »ښايي داسې یوې مرحلې ته ورسیږو چې ټول افغانان به په هر لحاظ په خپل نظام کې برخمن وي.»

ده پرون (پنجشنبې) ملي تلویزیون ته په مرکه کې زیاته کړه: «مګر موږ باید [اوسني پړاو] تیر کړو ترڅو وضعیت ارام شي او د خلکو پوهاوی لوړ شي.»

خو ده په عین حال کې له نورو سیاسي جریانونو سره د واک د شریکولو غوښتنه رد کړه او هغه یې خطرناکه وګڼله.

مجاهد زیاته کړه:«که یو شمېر کسان د واک د شریکولو لپاره افغانستان ته ورشي، موږ به له بل خطر سره مخامخ شو. ځکه افغانستان به د تېر په څېر د ډلو ټپلو او اختلافاتو پر لور روان شي، موږ به د پخوا په شان په یوه ورځ کې دوه ټاکنې او دوه ولسمشران ولرو.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې «افغانستان باید خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي.»

ده په ​​افغانستان کې د څو لسیزو جګړو ته په اشارې وویل چې د هېواد ستونزې به د وخت په تېرېدو حل شي.

مجاهد په دې مرکه کې وویل چې د دوحې په وروستۍ ناسته کې یې د امریکا او ملګروملتونو له استازو سره لیدلي او په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د څوکۍ په اړه ورسره خبرې کړې دي.

ده دا هم وویل چې سعودي عربستان، امریکا او جرمني په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پرانستلو ته چمتو دي.

مجاهد وویل: «موږ له هر چا سره جګړه نه شو کولای، له کفارو سره تعامل لرو، له غیر اسلامي هېوادونو سره تعامل لرو.»

مجاهد د دوحې په درېیمه غونډه کې د مخالفو حرکتونو د نه شتون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: غوره ده چې افغانستان د یو څه وخت لپاره یوازې پریږدو تر څو خپل داخلي یووالی ټینګ شي او وروسته سیاسي ډګر خلاص شي.

ده وویل «طالبان له هیچا سره دښمني نه لري او عمومي عفوه اعلان شوې ده.»

حاضردمه په هیواد کې دننه او له هیواده دباندې د طالبانو پر حکومت نیوکې تر ډېره په دې خاطر نه دي چې په حکومت کې یې پخوانۍ ډلې نه شته بلکې په دې دي چې ښځې یې له کار او زده کړو محرومې کړي دي. او په دې توګه یې په لوی لاس د خپل حکومت د مشروعیت مخه نیولې اوله دې کبله د افغانستان اوافغانانو ستونزې ډېرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب