دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+د ملي محور مشر، ډاکټر روهي: زموږ محور؛ د افغان ولس باورونه...

د ملي محور مشر، ډاکټر روهي: زموږ محور؛ د افغان ولس باورونه او ارزښتونه دي

مرکه: ولي الله ملکزی

د سیاسي ګوندونو په قاموس کې، د نړۍ لومړنی منظم سیاسي حزب (ولسي ډیموکرات ګوند) دی چې د امریکا دریم ولسمشر، تامس جیفرسن په ۱۷۹۲م کال کې جوړ کړ. بیا دغه لړۍ اروپا او په مزه مزه آسیا او افریقا ته وغزیدله. په افغانستان کې لومړنی مشروطه غورځنګ، ویښ زلمیان، جمعیت وطن او ورپسې د ډیموکراسۍ لسیزې کې ښي لاسو او کیڼ اړخو سیاسي ګوندونو وار په وار سر راپورته کړ. د څارونکو په باور، دغه ګوندونه د مارکسیسزم، سوسیالزم او اخوانيزم په خم کې رنګ وو او ملي اجندا یې تته وه. د سیاسي، مذهبي، سمتي او سلیقوي ګوندونو دغه بهیر د جمهوریت په شلو کلونو کې بې بریده پراخه شو او د عدلیې د وزارت په چوکاټ کې یې شمیر ۱۰۵ ته ورسید.

په همداسې یو زبیښلي چاپیریال کې، د ملي محور په نوم سیاسي ګوند چې مشري یې ډاکټر خوشحال روهي کوي؛ د نسبتا ځوانې او تعلیم یافته طبقې د یو شمیر فعالانو له خوا جوړ شو. په داسې حال کې چې طالبانو سیاسي ګوندونه غیرقانوني اعلان کړي او د فعالیت اجازه نه ورکوي؛ نو آیا د احزابو تعدد، د ستونزو په حل کې څه ګټه لري؟ آیا ملي محور د نورو ګوندونو په څیر، د ټکر د تګلارې پلوي دی؟‌ د دې ګوند ځانګړتیا په څه کې ده؟‌ د همدې ډول پوښتنو د ځواب میندنې د یوې هڅې په توګه مې له ښاغلي ډاکټر روهي سره مرکه کړې چې ستاسو درانه خدمت ته یې وړاندې کوم.

پوښتنه: که په لنډ ډول راته ووایې چې کله او د کومې انګیزې پربنسټ مو د ملي محور د جوړیدو تکل وکړ؟

روهي: اتلس کاله وړاندې، د علمي، فرهنګي او مدني فعاليتونو او يو شمېر بنسټونو په جوړولو کې مې ونډه درلودله. ولی څه موده وروسته له ځینو همفکره ملګرو سره دې نتيجې ته ورسېدو چې دا ډول هڅې که څه هم اغیزمنې دي، خو افغانستان له روانې غميزې څخه نه شي ژغورلی. ځکه د هیواد ستونزه سياسي ده او برخليک یې داسې کړيو يرغمل کړی چې شخصي ګټو ته تر ملي ګټو لومړيتوب ورکوي؛ نو پرېکړه مو وکړه چې بايد د سياست ميدان ته راووځو. څرنګه چې په هېواد کې جنګ، جهل، فساد او بلواکي ګورو او غواړو چې وطن او ولس ته نجات ورکړو، نو دلته سياست په ملي، اسلامي او انساني مکلفيت باندې بدلېږي. لومړی مو د ويښ افغان په نامه يو اصلاحي خوځښت رامنځ ته کړ، بيا مو له يو شمېر نورو خوځښتونو سره د وحدت له لارې افغان ملي غورځنګ تشکیل کړ. د ۲۰۱۶م کال په سپټمبر کې د غورځنګ لومړنۍ کنګره جوړه شوه او د غورځنګ نوم په ملي محور باندې بدل شو.

له نورو سیاسي ګوندونو سره ستاسې د ګوند ځانګړتیا په څه کې ده؟

روهي: موږ ادعا نه کوو چې يوازې د ملي محور غړي د هېواد ملي ګټو ته ژمن دي او د ولس خير ښېګڼه غواړي. موږ باور لرو چې د هېواد ډېرو بچيانو به په پاک نيت د هېواد د ژغورنې او ولس ته د خدمت ملا تړلې وي، خو له بده مرغه د تېر جمهوريت پر مهال زياتره ګوندونه د قدرت يا ثروت پر محور جوړ شول او مبارزه يې تر ډېره امتيازي، عکس العملي او له تشکيلاتي اړخه فرد محوره وه. همدغې نيمګړتيا ته په کتو سره، موږ د خپل ولس د باورونو، ارزښتونو او ارمانونو پر محور يوې اوږد مهالې ستراتيژيکې مبارزې ته ملا تړلې او هېڅکله به د قدرت او امکاناتو لپاره پر اصولو معامله ونه کړو. د جمهوريت له نسکورېدو سره اکثره ګوندونه له منځه لاړل، خو ملي محور نه يوازې له منځه نه دی تللی بلکې تر پخوا لا پياوړی شویدی. د ملي محور بله ځانګړتيا دا ده چې د فرد محوره رهبرۍ په ځای د ملي کدرونو يوه پياوړې مجموعه لري او د هېواد د ښېرازۍ لپاره د پوهې، تدبير او پياوړي هوډ څخه برخمنه ده. په تېره نيمه پېړۍ کې د ملي نفاق لپاره ډېر کار وشو او د افغانانو ترمنځ کرکې او دښمنۍ ته لمن ووهل شوه؛ اوس د دې وخت دی چې مينې، تفاهم او عدالت ته موقع ورکړل شي او ملي محور دغې تګلارې ته ژمن دی.

افغانان ولې هر سیاسي بدلون له کودتا او ټوپک سره تړلې ګڼي؟

روهي: دا مسئله ګڼ تاريخي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي اړخونه لري. لومړی خو د افغانستان تاريخي او جيو پوليټيک شرائط داسې دي چې په آسيا کې د يرغلونو او فتوحاتو د څلور لارې په توګه د سيمه ييزو او نړيوالو قدرتونو د شخړو او سياليو ډګر ګرځیدلی دی. پرله پسې جګړو او جغرافيايي موقعیت یې د لويو مدنيتونو او پياوړو دولتونو مخه ډب کړېده. له خپلواکۍ سره بې کچې مينې افغانان اړ کړي چې د هر يرغلګر پر وړاندې ودرېږي. که څه هم غلیمان يې مات کړي خو ورسره يې د هېواد سياسي او اقتصادي بنسټونه نړېدلي، د واک خلا، کورنۍ جګړې او اوږد مهاله بې ثباتي رامنځته شوې او دولتونه کمزوري شویدي. نيمه پېړۍ وړاندې د واکمنۍ نسبتاً مشروع چتر ونړېد. د کيڼ او ښي اړخ افراطيت او بهرنيو دسيسو له کبله جګړو او يرغلونو ته لاره اواره  شوه او تشدد او وسله واله مبارزه د سياسي بدلون يوازینۍ لاره وګرځېدله. پوځي، ايډيالوژيکو، استخباراتي او فرهنګي يرغلونو هېواد کې ژورو اختلافاتو ته لمن ووهله او په پاکستان او ايران کې د افراطيت لپاره منظم کار وشو.

اجنبي ايډيالوژیو، د پياوړو ملي بنسټونو نشتوالي، د سواد ټيټې کچې، انحصاري نظامونو، جنګسالارانو او قومي ټېکه دارانو د مافيا ظهور او حضور ته زمينه مساعده کړه. همدا دليل دی چې په دې پنځو لسیزو کې ټول نظامونه د زور له لارې راغلل او د زور له لارې وپرځېدل، خو له بده مرغه اوسنی نظام هم پر پخوانۍ لاره روان دی. که غواړو چې خپل سياسي برخليک د زور، کودتا او ټوپک له منګولو څخه خلاص کړو، نو په کار ده چې د ملي ډيالوګ له لارې، ملي پخلاينې، ملت جوړونې، ټولنيز عدالت او د ملي ارادې د تمثيل لپاره یو ډاډمن ميکانېزم رامنځته کړو.

د جنګسالارۍ دا کلچر له کومه رامنځ ته شو؟

روهي: په افغانستان کې د قبايلي جوړښت او کمزورو حکومتونو له کبله د پخوا څخه یو ډول ملوک الطوایفي موجوده وه او تل یې د مرکزي واکمنۍ پر وړاندې سرخوږی جوړولو. د شورویانو د یرغل پرمهال او په ځانګړې توګه د ډاکتر نجيب په وروستيو کې د قومي ملېشو جوړولو د جنګسالارئ کلچر ته لاره پرانيسته. کله چې د ډاکتر نجيب حکومت نسکور شو نو د کورنۍ جګړې پر مهال ملېشو او تنظيمي قومندانانو هڅه وکړه چې خپل سيمه ييز قدرت او واکمني پراخه کړي. دوئ سيمه ييزو اقتصادي سرچینو لکه مخدره موادو، کانونو او ګمرکونو ته لاسرسی پيدا کړ او خپلې ملېشې یې تمويل کړې؛ په پایلې کې يوشمېر بهرنيو هېوادونو ته هم د لاسوهنو او نفوذ لاره هواره شوه. کله چې امريکايانو د طالبانو لومړنۍ واکمني نسکوره کړه نو د بن په کنفرانس کې د افغانستان سياسي واک د تنظيمي ډلو او قومندانانو ترمنځ ووېشل شو؛ د جنګسالارۍ دود ته قانوني زمينه برابره شوه او همدغه خلک بیا د جمهوريت د سقوط لامل وګرځیدل.

د ملي مقاومت په نوم یوه ډله د طالبانو خلاف په وسله والې مبارزې ټینګار کوي، آیا تاسو ورسره تماس لرئ؟

روهي: افغانستان نور د جګړو تحمل نه لري، جګړه نه يوازې د افغانستان د ستونزو حل نه دی، بلکې کورنۍ جګړو، بهرنۍ لاسوهنې، ملي غميزې او بشري ناورين ته زمينه جوړوي. موږ شاوخوا ۴۵ کاله جګړې تجربه کړې او نتيجې مو هم وليدلې. نور بايد افغانستان د زور، تشدد او نظامونو د نسکورولو له کرغېړن پیر څخه راووځي. په همدې دليل موږ نه يوازې د ملي !؟ مقاومت له ډلې سره، بلکې له هېڅ داسې ډلې سره چې د جګړې لپاره لابي کوي او یا جګړه د حل لار ګڼي، اړيکې او همکاري نه لرو. همدوئ وو چې تېرې شل کلنې جګړې ته يې د يوې پروژې په سترګه کتل او خپلې شخصي او تنظيمي ګټې يې په کې لټولې. موږ د افغانستان پر سالمو ملي ډلو، ټولنو او شخصيتونو غږ کوو چې په زغرده راميدان ته شي او د هېواد برخليک نور د زورواکو له منګولو څخه، که واکمن دي يا بېواکه، وژغوري.

تیره میاشت، کابل ته له سفر وروسته په تاسو تور ولګید چې ګواکې د طالبانو لپاره لابي کوئ، آیا خبره همداسې ده؟

روهي: ملکزی صيب، موږ کابل ته د یو ملي مسئوليت او مشخص رسالت لپاره تللي وو. څه باندې يو کال مخکې موږ د افغان نجونو د زده کړو په خاطر يو ملي کمپاين پيل کړ او د تړلو ليکونو، غونډو، ټولنيزو رسنيو او ټويټر/ اېکس سپېس له لارې مو د نجونو د تعليم لپاره ډېرې هڅې وکړې. پدې لړ کې يو شمېر هېوادوالو بیا بيا غوښتنه وکړه چې موږ د طالبانو له مشرتابه سره مخامخ خبرې وکړو، نو ځکه کابل ته لاړو او د طالبانو ډېر مهم مشران مو ولیدل. له دوئ سره مو په افغانستان کې د ملي ارادې د تمثيل له لارې د يو ټولمنلي نظام د جوړېدو، ملي پخلاينې، لويې جرګې، اساسي قانون، مسلکي حکومت او يوشمېر نورو ملي مسائلو په اړه خبرې وکړې. خو ډېر تمرکز مو په بشري حقوقو او د نجونو د تعليم او د ښځو د کار پر حقونو وو. زموږ خبرې سپينې او جدي وې؛ تر ډېره زموږ د غوښتنو ملاتړ وشو. خو تاسو پوهیږئ چې د پرېکړې اصلي واک په کندهار کې دی، خو بريالي نه شو چې هلته د دوئ له مشر سره وګورو او د ښوونځيو د پرانيستلو ژمنه ترې واخلو. د هېواد ستونزې باید د سوله ايزو فشارونو او ډيالوګ له لارې حل شي کوم چې يوې منظمې او ستراتيژيکې مبارزې ته اړتیا لري.

اکثره سیاسي ګوندونه دعوه لري چې ګواکې ملي تجار د دوئ لګښتونه ورکوي، تاسو خپل مصارف له کوم مدرکه ترلاسه کوئ؟

روهي: د اساسنامې له مخې زموږ د تمويل اصلي منبع زموږ د غړيتوب ونډې او بسپنې دي، خو ترڅنګ يې کله ناکله نور هېوادوال او افغان پانګوال هم مرسته کوي. موږ د ځانګړو فعاليتونو د تمويل لپاره، ځانګړي کمپاينونه کوو چې هم د محور غړي بسپنې کوي او هم د دوئ له لارې نور هېوادوال مرسته کوي. البته پر يوه خبره ټينګار کوم چې زموږ د اصولو له مخې د بهرنیو مرستو اخېستل هېڅ ډول جواز نه لري.

آیا ملي محور کومه منتخبه شورا لري، که د مشر هره فیصله د کاڼي کرښه ده؟

روهي: ملي محور کوم فرد محوره حرکت نه دی، بلکې مهمه ځانګړنه يې دا ده چې په مشرتابه کې يې ګڼ شمېر پياوړي کدرونه او شخصيتونه حضور لري او ټولې مهمې پرېکړې له همدوئ سره د مشورې له لارې کېږي. موږ له لومړۍ ورځې هوډمن یو چې د موروثي رهبرۍ پرځای به د ډموکراتيکو اصولو پربنسټ د مشرتابه يوه پياوړې او منتخبه رهبري رامنځته کوو. د اساسنامې له مخې ملي محور يوه مرکزي شورا، يوه لارښوده شورا او يوه اجرائيه شورا لري. د يو ځانګړي ميکانيزم له مخې مسئولين ټاکل کېږي، پرېکړې کېږي او چارې پرمخ وړل کېږي. د ملي محور مشر يوازې دوه دورې د ګوند مشري کوي. د ملي محور اوسنی مشر او مرکزي شورا د ګوند په کنګره کې د پټو او ازادو رايو له لارې ټاکل شوي او راتلونکی مشرتوب به هم انتخابي وي.

له نن څخه لس کاله وروسته، ملي محور خپل ځان د افغانستان په سیاسي نقشې کې چیرته ګوري؟

روهي: زه چې د ملي محور اهدافو، تګلارې، د غړو ظرفيت، ژمنتيا او صداقت ته ګورم، نو هيله مې دا ده چې لس کاله وروسته به ملي محور، که په واکمنۍ کې وي يا نه وي خو د افغان ولس د هيلو، ارادې او ملي ګټو تر ټولو ډاډمن سنګر به وي. ان شاء الله، له کلک هوډ او منظمې ستراتيژيکې مبارزې سره به موږ وتوانيږو د ملي يووالي محور وګرځو. پرخپلو ګرانو هېوادوالو او ځانګړې توګه روڼ آندو افغانانو غږ کوم چې که غواړئ خپله راتلونکې په يو آزاد، سوله ييز، پرمختللي او سرلوړي افغانستان کې ووينئ، نو دا يوازې په خبرو، نيوکو، شکايتونو او حتی تحليلونو نه کېږي. بلکې موږ بايد د بې تفاوتۍ، بې مسئوليتۍ او ځانځانۍ له فرهنګ څخه راووځو او د سوله ييزې او متشکلې مبارزې له لارې خپل ملي مسئوليت ترسره کړو. د افغانستان ستونزه ډېره پېچلې، ژوره او ګڼ اړخيزه ده، زموږ پرمخ اوږد مزل پروت دی او تر منزله رسېدل پياوړي هوډ، پراخې حوصلې او ژور تدبير ته اړتيا لري.

د یادونې ده چې (۵۷) کلن ډاکټر خوشحال روهي د هیواد د منلي څیړونکي او لیکوال، محمد صدیق روهي زوی او د خوست په ولایت کې زیږیدلی دی. په (۱۳۷۱) لمریز کال کې د کابل له طبي پوهنتون څخه فارغ شوی؛ واده یې کړې او د (۳) اولادونو پلار دی.

———————————-

پاملرنه: که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

2 COMMENTS

  1. سلام ښاغلي ملکزی
    ستاسو له مرکي نه له ښاغلي روهي سره داسي پوه چي د محور گوند د جمهوري غوښتونکو له ګوند سره چي مشري يي ښاغلي مياخيل دی ډير نيزديوالی لري نو زما ټپوس له ښاغلي روهي نه داده:
    دجمهوري غوښتونکو ګوند دا څو مياشتي يا يو کال په کيږي چي د تاند لاري ښکاره فعاليت کوي ليکن د محور نوم ستاسو له مرکي سره روښانه شو نو په کوم توپير محور ګوند له جمهوري غوښتونک سره نه يوځائ کيږي او که د يوځای کيدو په هڅه کي دي؟
    که ښاغلی روهي په د هکله خپل نظر وړاندي منندوی به مو يم.

  2. ښاغلی لټون، ښې چارې

    ستا پوښتنه او نظر مې ښاغلي روهي ته د لیکلی پیغام په ډول ور ولیږه، زه هیله مند یم چې ستا پوښتنه به ځواب کړي.
    د مرکې په ترڅ کې زه دې پایلې ته ورسیدم چې ملي محور لا اقل اته کاله وړاندې په کابل کې جوړ شویدی. زما د معلوماتو له مخې، په دوئ کې کوم مشهور جګسالار او د جمهوریت د وخت کوم وزیر او ځواکمن کس هم نه شته. دریمه یې دا چې ډاکټر روهي تیره میاشت کابل ته تللې وو او د طالبانو له ډیرو مهمو مشرانو سره یې لیدنې کتنې درلودلې، نو داسې ښکاري چې دوئ کومه جنګي ډله نه ده او د هر ډول بدلون لپاره سیاسي فعالیت غوره بدیل ګڼي.

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب