دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهد شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې د اعلامیې مهم ټکي

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمشریزې د اعلامیې مهم ټکي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د غوښتنې ترڅنګ په دې هیواد کې د حالاتو د عادي کولو په خاطر د هلوځلو ملاتړ ته چمتووالی اعلان کړ.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو د ۲۴مې سرمشریزې په پای کې د دغه سازمان غړو یوه اعلامیه خپره کړه چې عمده موضوعات یې په لاندې ډول دي:

– د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د هېوادونو ترمنځ د شخړو او د نظر د اختلافونو د سوله ییز حل لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو پر دې ټینګار وکړ چې د یو شمېر هېوادونو له خوا د نړیوال امنیتي سیسټم جوړول پر نړیوال امنیت منفي اغېز لري.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان د “سولې، همغږي او مساوي پرمختګ لپاره د نړیوال یووالي” نوښت مني او نړۍ ته بلنه ورکوي چې ورسره یوځای شي.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونه په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په هدف په پرېکړو کې ګډون نه کوي.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونه په خپله خاوره کې د هغو فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د حاکمیت له اصولو سره په ټکر کې وي.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د تضمین لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړ.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د فلسطین-اسراییل شخړه د اندېښنې وړ ګڼي او یوازینۍ حل لاره یې د فلسطین د مسئلې عادلانه حل دی.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هیوادونه هغه کړنې په کلکه غندي چې په غزې تړانګه کې د ګڼ شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

– د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک سره سم د ایران د اتومي پروګرام په اړه د شوې موافقې د دوامدار تطبیق ډاډمن کول مهم ګڼي.

د دوی د دې ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «غړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته چمتووالی څرګند کړ.»

په دې غونډه کې د روسیې، قزاقستان، هند، ایران، چین، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، بیلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو مشران او استازو ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب