سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو مرستیال وايي، له اساسي قانونه پرته په...

د ایران د باندنیو چارو مرستیال وايي، له اساسي قانونه پرته په افغانستان کې سوله نه شي ټینګېدای

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۴ مه) د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د اسیا دذ چارو مشر رسول موسوي د افغانستان د اساسي قوانینو په اړه په یوه غونډه کې وویل، افغانستان تر هغو تلپاتې سولې او ثبات ته نه شي رسیدای چې اساسي قانون ونه لري.

ښاغلي موسوي د طالبانو د واک ته رسیدو او د هغوی له لوري د عجیب و غریبو فرمانونو په اړه پراخو انتقادونو ته په اشارې وویل چې له دې سره افغانستان د تاریخ پای ته نه دی رسېدلی.

ده چې په تهران کې «د افغانستان د اساسي قانون سل کاله» د ځانګړې ګڼې پرانیستغونډې ته خبرې کولې، وویل، په افغانستان کې د شپږو سیاسي رژیمونو د بدلون شاهد دی.

ده ټینګار وکړ چې بدلونونه بايد انقلابي او له تاوتريخوالي ډک نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل: لکه څنګه چې افغانستان په تېرو سلو کلونو کې بېلابېل سیاسي نظامونه او اساسي قانونونه درلودل، له نن څخه وروسته به یې هم ولري.

رسول موسوي د افغانستان د تېر حکومت په مهال د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي یادونه وکړه، ویې ویل چې ښاغلی داوودزی د جمهوري نظام تر پرزېدو مخکې باور درلود چې په افغانستان کې ژورو ټولنیزو بدلونونو د طالبانو د راتګ مخه نیولې ده.

ښاغلي موسوي زیاته کړه، داوودزی په دې باور و چې «تاریخ شاته نه ځي او د طالبانو د بیا واک ته رسیدو امکان نشته.»

موسوي وویل چې د موصل ښار د عصري توب له پلوه د بغداد پرتله ډیر پرمختللی و او عصري پوهنتونونه یې درلودل او له ازادۍ څخه برخمن وو، خو د داعش په راڅرګندېدو سره د موصل اصلي بازار په ۲۱ پیړۍ کې د غلامانو د پېر و پلور په بازار بدل شو.

موسوي همداراز وویل: «ايا ویلی شو په هغه ځای کې چې وسله راشي، تاریخ په شا نه ځي؟ نه! په وسلې تاریخ شا ته وړل کېږي.»

د ده په وینا، کله نا کله ډالر هم تاریخ شاته بېولی شي. «هغه څه چې په افغانستان کې وشول او وروسته څرګنده شوه چې چا پیسې ترلاسه کړې.»

موسوي د چا نوم وانخیست خو ظاهراً یې اشاره پخوانیو جهادي مشرانو ته وه، چې له امریکایانو څخه یې ډیرې پیسې واخیستې.

رسول موسوي په ایران کې د ۸۰۰۰ افغان بندیانو د د موجودیت یادونه هم وکړه خو ویې ویل چې د هغوی د دوسیو د حل او افغانستان ته د سپارلو لپاره یو قانوني میکانیزم ته اړتیا ده مګر په افغانستان کې داسې قانون نشته.

ده ادعا وکړه چې ایران څه موده وړاندې افغانستان ته ۱۶۰۰ بندیان وسپارل، چې باید په دغه هېواد کې یې خپلې سزاوې تېرې کړې وای لیکن له دغو بندیانو څخه یو شمېر یې د ده په وینا په افغانستان کې خوشې شوي او یو شمېر یې ایران ته ستانه شوي دي.

رسول موسوي ویلي، چې له اساسي قانون پرته په افغانستان کې سوله او ثبات نه شي راتلای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب