Homeخبرونهتورخم کې د امان الله خان او باچا خان د تصویرونو سپکاوی...

تورخم کې د امان الله خان او باچا خان د تصویرونو سپکاوی شوی

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۵ مه) له تورخم څخه خپاره شوي عکسونه څرګندوي، چې پر دېوالونو د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان او پښتون ملتپال رهبر باچا خان رسامي شویو تصویرونو ته سپکاوی شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، معلومه نه ده چې دا کار په واضح ډول چا یا کومو کسانو کړی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته واکمنو طالبانو ته نیولې او دلیل یې دا ښودلی چې طالبان هم د تصویرونو او هم یادو شخصیتونو سره ستونزه لري.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د یو شمېر نورو تاریخي او ملي مشاهیرو د تصویرونو د سپکاوي خبرونه ورکړل شوي، چې طالب چارواکو پکې د دوی د کسانو د ښکېلتیا موضوع نه وه تایید کړې، خو د واکمنو چارواکو په توګه یې عاملان هم معلوم کړي او مجازات کړي نه دي.

3 COMMENTS

  1. د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي او د واقعي استقلال محصل ته توهین دا په اثبات رسوي چې ټالبان پردیپاله ، افغانستان دښمنه او د پنجاب یوه اجیره ډله ده .

  2. د ټرلیب اصلیت د هیبتې ځناور د اصل ، نصب ، شتون او نه شتون په څیر ناڅرګنده معما دي.
    الله ج په دوې ټوغکي راولي، چې افغانان یې له شره خلاص سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...