Homeخبرونهد طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د پوتین تازه څرګندونې

د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه د پوتین تازه څرګندونې

تاند ( جمعه، د سرطان ۱۵ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای سازمان د غونډې پر مهال د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو او په شانګهای کې د دوی د غړیتوب په اړه ویلي، چې دا چارې به وضعیت ته په کتو سره ترسره شي.

پوتین په داسې حال کې چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د روسیې متحدان یاد کړي، ویلي په شانګهای سازمان کې یې رژیم ته د افغانستان په استازیتوب د غړیتوب امتیاز ورکول یوازې د روسیې نه؛ بلکې د سازمان د ټولو غړو پرېکړې پورې تړاو لري.

روسي ولسمشر تر دې مخکې له هغه لېسته د طالبانو د ډلې د نوم لیرې کولو د هڅو خبر ورکړی و، چې روسیې د ترهګرو ډلو په نوم جوړ کړی و.

طالبانو د دې اعلان هرکلی کړی و.

طالبانو او ملاتړو یې هیله لرله چې دا اعلان به ژر عملي هم شي او ورسره به د روسیې لخوا د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژندل شي.

1 COMMENT

  1. خونکاره ظالمه او احمقه پوتینه د تاسو بی هوده هڅی د امریکا په ډالرو او پنجابی پاکستان پروګرام لاندی تربیه شوو قادیانیو چړیانو د تاسو سره او هم خطرناک بی رحمه چین سره د خپل ډالرو بادار په هدایت نیږدی شوی دی ، قاتله پوتینه د تاسو جاهل او وطن پلورونکی قاتل غلامان اوس د ډالرو غلامان شوی دی نو د جاهلو غلامو قادیانیو چړیانو په رسمیت پیژندل د تاسو له خوا د تاسو کالونو کالونو دوګما کمونیستی بغاری د اوسنیو ایجاد شوو قادیانیو چړیانو په شان د غولولو بغاری وی او دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...